Home / Pashto News

Pashto News

امریکا او پاکستان له خوا پر ډیورنډ اغزن تار د منلو وړ نه دې: کرزي

د امریکا په مرسته د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د غزولو په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه په رسنیو کې د خپاره شويو راپورونو په اساس پاکستان غواړي د امریکا په مالي مرسته پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم  وغزوي. د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غزولو لپاره له دغه هېواد سره د امریکا د متحده ایالاتوله ۱۵۰ میلیون ډالري مرستې اندېښنه څرګنده کړه او د امریکا دغه کړنه یې په کلکو ټکو وغندله. پخواني جمهور رئیس زیاته کړه د امریکا متحده ایالات له یوې خوا ځان د افغانانو متحد او ملګری بولې او له بلې خوا په خپل دغه عمل سره د افغانستان ارضيتمامیت تر پښو لاندې کوي او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د افغانانو د بېلولو لپاره د پاکستان د تګلارې مرسته کوي. حامد کرزي همداراز وویل د ډیورنډ پر کرښې د اغزن سیم د غزولو لپاره له پاکستان سره د امریکا دغه مادي مرسته د افغانستان د خپلواکي او ملي ګټو په خلافعمل دی. پخواني جمهور رئیس وویل ټول نړیوال دې په دې پوه شي چې د انګریزانو د استعمار په لاس د ډیورنډ تحمیلي کرښه، د افغانستان خلکو نه پخوا منلې، نه یې اوسمني او نه به یې هم په راتلونکي کې ومني.

Read More »

” امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي نیولي دي”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي امنیتي ادارو یې په کراچۍ او حېدراباد کې یو شمېر ملګري نیولي دي او د هغوي پرضد يې مقدمې درج کړې دي د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ نن په خپله ټویټر ...

Read More »

وزيرستان: د وزیراعظم او پوځ مشر سفر خو د خبريالانو بايکاټ

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د غلام خان بندر او میرانشا مارکیټ پرانیسته وکړه خو ځايي خلک ترې ځکه خوشاله نه وو چې د دوی په وېنا د پوره خبرو موقع نه ده ورکړل شوي او ډېرې ستونزې ناويلي پاتې ...

Read More »

پېښور ائيرپورټ لپاره درې ارب روپۍ مختص شوى ، سردارمهتاب احمد

د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاح کار سردار مهتاب احمد خان وئيلى دى چې پېښور د صوبه خېبرپښتونخوا دارالحکومت دې او يو مهم ښار دې او د دې ښار مسافرو ته اعلى سفرى سهولتونه ورکولو لپاره د پېښور ائيرپورټ لپاره ...

Read More »

د پي ټي اېم غوښتنې درستې او د آئين مطابق دي: ميا افتخار حسېن

د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي سيکرټري جنرل مياافتخار حسين وائي چي د پښتون ژغورني غورځنګ غوښتني درستي او د آئين مطابق دي او که چري فاټا په پښتونخوا کښي ضم کړې شوي وه نو نن به په قبائلي اولس کښي ...

Read More »

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وایي له پښتونخوا تر ټولو زیات خلک جبري بې درکه دي

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي په پاکستان کې لا هم د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ دوام لري او له خیبرپښتونخوا صوبې تر ټولو زیات خلک په زور وړل شوي دي. د کالني رپوټ د وړاندې ...

Read More »