ګل د ورخاړي خلک مات کودي کې ولې کري؟ لیک: شاهین بونیري

  10388082_10153670867542575_5364375263336947511_n

مینګوره ـــــ خپل کور ماډل سکول ـــــ د ماشومانو دستوره ــــ په سټیج څو ګلونو ماشومانو د پښتنو د کلتوري ژوند یوه ؛ټیبلو؛ ــــ یوه ننداره وړاندې کوله ــــ یوه ډیره ښایسته ماشومه چې د سوات روایتي کالي يي اچولي دي ـــــ او یو ښایسته رنګین منګۍ يي په ټوټي دی ــــ ګودر له ځي ــــ ورسره اولسي موسیقي هم په ناستو خلکو د پښتنو د وطن خواږه شیندي ــــ دا ماشومه ډیر په اعتماد ــــ ډیرپه باور ګام اخلي ــــ په مخ يي د یوې حیاناکې پښتنې مسکا خوره ده ـــ او په ټولو ماشومانو کې ښکاره ده ــــ څرګنده ده ـــــ لکه بې له دې چې دا ننداره د پښتنو د کلتوري ژوند دا شیبه تکمیل ته نه رسیده ــــ د د ستورې نه وروستو ما ویل دا ماشومه څوک ده ـــ نو ملګري ضیاَالدین یوسفزي راته ډیر په ویاړ اوویل ـــ چې دا ملاله ده ـــ زما لور ده ــــ او ما هم اومنله چې او دا هم د ضیآالدین غوندې تکړه لیکوال او بې ویرې مبارز لور کیدې شي ـــــ دغه ملاله بیا ما په میډیا ، میدان او د سوات 12316477_10154457089887575_6555612590123415030_nپه لارو کوڅو کې اولیده ــــ چې د هر جابر په سترګو کې يي سترګې اچولې او هم دا خبره يي کوله چې علم زما حق دی 


ملاله بیا د نړۍ د ټولو امن خوښو لور او خور اوګرزیده ــــ هغې د امن نوبیل پرایز هم اوګټه ــــ هغه د ټولې نړۍ د هغه ماشومانو ملاله شوه چې د ذده کړو نه بې برخې دي ـــــ د مینې نه بې برخې دي ـــ هغه د پښتنو د قامي ژوند په بحراني دور کې د امن ، انسانیت او رڼا علامت وګرزید


نن چې زه هغه د نړۍ د لویو لویو عالمانو ، پوهانو ، لیکوالانو ، اولسمشرانو ، باچایانو او سیاستدانانو سره وینم ـــــ نو ډیر ویاړم ـــ اګرچي د تیارو خاوندانو په کال ۲۰۱۲ م کې د هغې د ماشوموالي هغه مسکا تروړلې ده کومه چې ما د هغې په مخ په هغه دستوره کې لیدلې وه ـــ ــــ خو د هغې د فکر رڼا اوس هم دهندوکش په لمنو کې د راوخورې شوی هرې تیارې ګریوانونه شلوي

ګل د ورخاړي خلک مات کودي کې ولې کري ؟
دا په ما نن یوې ماشومې جینۍ سوال کړیدې

‫#‏دیوال‬ سره خبرې
‫#‏شعردروښان‬ یوسفزي

THE PASHTUN TIMES

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: