کډوال کيمپ کې د پوليسو سره نخښتې روسته بلغاريه هيواد 450 افغانان ډيپورټ کړه
Posted by: The Pashtun Times
in PASHTO CORNER
December 2, 2016
185 Views
ترکيه هيواد څخه په پوله پرته د بلغاريه هيواد خرمنلي سيمه کې د کډوالو په کيمپ کې د کډوالو او پوليسو ترمېنځه شوې نخښتې روسته بلغاريه دولت 450 افغانان بيرته افغانستان ته ولېږل.
د يو افغان ترمخه چې د ډيپورټ کيده په وخت په طياره کې ناست وو د سکايپ د لارې په کيمپ کې د شوې نخښتې په اړه وويل
” د خرمنلي په کډوال کيمپ کې هغه محال حالات خراب شو چې کله تر څو ورځو پورې کډوال په کيمپ کې بند وساتل شو, د دوي د وينا ترمخه په کيمپ کې يو شمير کډوال د خارښ او نورو مرضونو ښکار وو, ولې د بلغاريه دولت د دوي د علاج کولو پرځای دوي تر څو ورځو پورې په کيمپ کې بند وساتل, چې اخر هم کډوال دې ته اړ شو چې د ناروا سلوک پرضد لاريون وکړي, کله چې کډوالو لاريون وکړ نو د شپې د بلغاريه پوليسو په کيمپ حمله وکړه او ګڼ شمير کډوالو ته يې مرګ ژوبله وړوله ( د مرګ په اړه سم مالومات نه دي ترلاسه شوي ) .
دويم ورځ کيمپ د هغې هم سخت د څلور طرفونو څخه وتړل شو, او د پوليسو په حمله کې ژوبل شوي هيڅ کوم کډوال تداوۍ ونکړل شو.
د دغې پېښې روسته 450 پورې افغانان په يوه طياره کې افغانستان ته ستانه کړل شو, وئيل کېږي چې د بلغاريه وزيراعظم هم د ټولو کډوالو بيرته ستنولو حکم کړی.
قاري عيسې محمدي په نوم يو پښتون چې په جرمني هيواد کې اوسي په دغه کيمپ کې بند افغانان غم خوړلو د پاره تر بلغاريه رسيدلی او خپلې هلې ځلې کوي, قاری عيسې محمدي وايي هڅه مې وکړه چې د خرمنلي کيمپ ته ورشي خو ولې پوليس يې اجازه نه ورکوي, دوي وايي د يو اين ايچ سي ار سره يې هم تماس نيولی ولې هغوي ورته په ځواب کې وئيلي چې مونږ به د دې پېښې په اړه رپورټونه خپلو لوړو مقاماتو ته ولېږو خو ولې کيمپ ته د تللو اجازه نلرو.
قاری عيسې محمدي ترمخه په بلغاريه هيواد کې د افغانستان سفارت په دغه پېښه کې هيڅ دلچسپي نلري, په يوه ويډيو کې ښکاري چې د سفارت يو تن غواړي چې قاری عيسې محمدي د سفارت څخه بهر کړي او سپکاوۍ ورته وکړي.
بلغاريه هيواد وايي هغه ټول افغانان به بيرته ستانه کړی شي چا چې په شخړه کې برخه اخيستې وه, دوي وايي داسې کار جرمني هم يو ځل کړې وو.
رپورټ : نوربادشاه يوسفزئ
دی پشتون ټائمز
2016-12-02