کاناډا کې د افغان پيغلو سازمان لخوا د کابل وير او غندنيزه مظاهره Posted by: The Pashtun Times in Pashto News June 6, 2017 0 125 Views نن د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د افغان پيغلو سازمان لخوا د کابل وير او غندنيزه مظاهره وشوه چې پکې سلګونو افغان پيغلو زلمو سپين سرو او د کاناډه نورو وګړو ګډون وکړ، په مظاهره کې د کابل شهيدانو لپاره دعا وشوه، او د قران کريم تلاوت وشو، ويناوالو د کابل خونړي بريد غندنه وکړه، هر ويناوال/ويناوالې پدې خبره ټنګار کاوه چې افغانستان کې د نور افغان ټولوژنه بند شي خارجي لاس وهنه د ودرول شي او پاکستان د د ترهګرو ملاتړى هيواد وګرځول شي؛ سره له د امريکا باندې هم نيوکې وشوې او افغان وژنه کې ښکيل وګرځوه، د مظاهرې ځانګړي خبره دا هم وه چې ټولو ويناکوونکو پدې خبره زور واچاوه چې مونږ ټول د يو ستر افغان ملت وګړي يو مونږ نه تاجک يو نه ازبک نه هزاره او نه پښتانه بلکه مونږ ټول افغان يو مونږ بايد دا خبره د هر افغان غوږ ته ورسوو او پدې هکله اولسي شعور خپور کړو،ــــ نورصابر خوستى ټورنټو کاناډا 2017-06-06 The Pashtun Times tweet