د فاټا خلک د اګست 15 کال 1947 نه په دې خوا د پاکستان اوسيدونکي دي، شناختي کارډ، پاسپورټ، انتظام او سکول هسپتال ېې د دغه ملک د بيرغ لاندې دي نو اوس څوک هم دا نه واي چې دا دى ټوپک مې راغستى او د ازاد قبايل په مرسته مې د “پنجابي استعمار” نه دا ده ميانوالي او اټک هم درته ازاد کړه او ځه دا خو لا ښه شوي و او که بد خو بنو او لکي مروت سيمه مو د پنجاب نه بيرته خو اغستې وه چې ون يونټ مات شو. په دې ون يونټ کښې څه راز شته يره که د انګريز جوړې کړې انتظامي صوبې که په هغه حال پاتې شوې چې د ون يونټ نه مخکښې وې نو وي به خو د پښتنو سياست ېې په دوه ځايه داسې اويشه چې د پښتنو د يو قامي ګوند په ځاې دويم ګوند هم جوړ شو او علت ېې ون يونټ وګرځولى شو نو داسې خو نشته چې سړى اواي چې ګني چا څه وسله واله مبارزه پيل کړې وه خو د خپلو پښتنو د لاسه ناکامه شوه. دې پيښې پښتانه د قام په نوم اويشل او د کويټې او پيښور که مخکښې د بيلا بيلو صوبو او د تږ راتږ د نشتوالي په وجه لرېوالى و نو اوس ېې سياسي وجه پيدا شوه ښا نو اوس خبره د غلامې فاټا د ازادۍ ده څوک چې مني فاټا ازاده ده او عدم تشدد پښتانه بې غيرته کړي دي نو په هغو ږغ کوو چې راوځئ او د فاټا د ازادۍ دفاع اوکړئ که کوم تاريخي اسناد لرۍ د پاکستان او د نورو ټولو رسنيو له لارې ېې خلکو ته او حکومتونو ته ورسوۍ او دا خبره نړيوالو عدالتونو يوسۍ. د حيرانتيا خبره دا ده چې هم د دغه زړو کاغذونو او شهري حقونو سره د فاټا اکثريت غواړي د پښتونخوا سره يو ځاې شو نو پاکستانيان کيږي خو دوې د چا په دې نه دي چې نني حقيقتونه څه دي دا پښتون دې په علم راواړوه او دا ژوند ورته ښه که چې په ښه بد پوې شي خو نه د دوې تفکر دى چې که ښه په بد حال کښې هم دي نو ازادي ېې خوندي ده خو چې په پښتونخوا ورګډيږي نو پاکستانى کيږي او ازادي بايلي. دوې ته ولې پښتونخوا پنجاب ښکاري؟ ګني نو هم دومره ازاد او دومره پاکستانيان خو دوې هم دي.