Home / PASHTO CORNER / ځینو ته ولې پنجاب پښتونخوا ښکاري؟

ځینو ته ولې پنجاب پښتونخوا ښکاري؟

 گل مرجان

گل مرجان

 په تاريخي توګه د پښتنو افغانانو تاريخي وطن ټاټوبى د جيهون امو څخه تر سيهون اباسينه پروت دى د ګدمک لوظنامې او وروسته د ډيورينډ لوظنامې څې په پښتون افغان ملت په زوره تپل شوي دي؛ د ستر ملت کله هم ندي منلي؛ په 1947 کې چې کله هندوستان ماتول کيدو او يو نوې هيواد يې منځ ته راوستو نو پښتنو د هندوستان د ازادى تحريک کې تر هرچا زياته ونډه درلوده، خو پښتانه په خپله د هندوستان وګړي نه ول، البته د هغوى شهريت د افغانستان څخه د هندوستان په لور اړول شوى ٶ؛ دوى ددى شهريت لپاره هندوستان ته کډه نه وه کړي بلکه د پښتنو وطن په زور مکارۍ فرنګي د هندوستان ته ګډ کړى ٶ؛ هغه وخت پښتنو ته دا نه ٶ ويل شوي چې زمونږ هندوستانۍ شهريت محکوم دى غصىب دى مونږ خو افغانان يو او پدې کومه خاوره چې ميشته يو دا د افغانستان څخه غصب شده محکوم افغانستان دى،ځنې خلک نن دا خبره کوي چې قبائلو کله هم د پښتنو د ازادئ په مبارزه کې زمونږ سره مرسته نه دا کړئ- نه پوهېږم چې دوې کومې مبارزې ته اشاره کوی-

چې کله د هند په نیمه وچه کې د پېرنګی په ضد مبارزه روانه وه په هغه وخت کې د قبائلو مشران په وسلواله مبارزه لګیا و- په دې وخت کې اصلاح الافاغنه چې د حاجی ترنګزئ په مشری زمونږ یو غښتلې د ازادئ غورځنګ و څنګه په خدائی خدمتګار بدل شو او په پښتنو کې تشدد په ځاي عدم تشدد رامنځته کړل شو- پکار خو دا وه چې د قبائلو وسلوال قوت په یو مرکز راټول کړل شوې وې او د پښتنو د ازاد او خپل واک ریاست په موخه کارول شوې وې،،خو داسې ونه شول د متحده هندوستان ازدى لپاره خدايې خدمتګار تحريک دهلى ته يوړل شو چې نتيجه يې دا شوه چې هندوستان نه خو متحده پاتى شو او نه هم پښتانه ازاد شول، که څه هم نن ځينې مشران او کشران وايي چې مونږ پاکستان کې آزاد يو خو دا خبره داسې ښکاري لکه يو طوطي ته په پنجره کې بند خپل بادار ورزدکړي وي چې دا خبره زده کړه مونږ ازاد يو خو طوطي پخپله په همدغه خبره نه پوهيږي چې آزادي څه ته ويل کيږي؛ خو بيا هم پښتنو د هندوستان د خپلواکۍ تحريک وچلوه که څه هم دوې په خپله هندوستانيان نه ول، د پښتنو خپله مقدمه وړاندې نه کړل شوه او محکوم وطن پښتونخوا د هندوستان برخه ګڼل کيده او مشرتابه هيڅ دا فکر ونه کړ چې مخته به څه کيږي؛ خو د منځنى پښتونخوا حيثيت بيا هم برقرار وساتل شو فرنګي يې لکه د نورې پښتونخوا د دمحمدعلى جناح سره نکاح ونه تړله، هغه وخت ځينو خلکو ته پښتونخوا هندوستان ښکاره کيده او نن ځينو خلکو ته پنجاب پښتونخوا ښکاري؛ ځکه ورته ځان او پښتونخوا ازاده ښکاري

لیک: ڰل مرجان

دی پشتون ټایمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Babarra Massacre haunts Pakistani state

Photo courtesy: ANP Peshawar: The 73 years old Khudai Khidmatgars massacre is ...