پېښور:اولسي غونډې ته په ګڼ شمېر کې ښځې هم راغلې,چا د خپل زوي، چا د مېړه او چا د ورور فریاد راوړی

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اولسي غونډې ته په ګڼ شمېر کې ښځې هم راغلې چا د خپل زوي، چا د مېړه او چا د ورور فریاد راوړی ؤ چې بې درکه کړی شوي دي.

د خېبرايجنسۍ بسرو بي بي چې بورقه يې په سر وه، غونډې ته په وېنا کې د خپل بې درکه کړی شوي خاوند قيصه وکړه چې “خاوند يې سوات سکاؤټ د بلور مل د مزدورۍ د ځای نه اوچت کړی د هغه څه ګناه او قصور مالوم نشو”.

هغې وويل ” زه د خېبر ايجنسۍ نه راغلې يم او د خېبرايجنسۍ او فاټا ښځه کله د سړو په مخکې نه ده راغلې خو زه د ډېرې مجبورې ورځې راغلې يم”، پينځه بچي مې دې چې دوه پکې د وينې د کېنسر په ناروغۍ اخته دي.

“زما دا بچي چې زما سره ولاړ دي دوي ته د وينې کېنسر دی زه د دوي دپاره کوڅه کوڅه او په جوماتونو او محلتونو کې ګرځم ځينې خلک راته په يو او ځينې راته په بل نظر ګوري زما د مجبورۍ نه خبر نه دي”.

بسرو بي بي غږ وکړو “زما خاوند دې راوړاندې کړی شي د هغه کوم جرم دې وښودل شي او دې پرې ثبوت کړی شي سزا دې ورکړي”.

هغې د جلسې په ګډون والو غږ وکړو چې “را اوچت شئ وروڼو يو شئ دې ته مه ګورئ چې وزيرستانی دی، دې ته مه ګورئ چې افریدی دی، دې ته مه ګورئ چې څوک دی پښتو ته وګورئ، هغه وروڼه وغواړې”، څوک چې بې درکه دي.

د سوات  برې بانډې نه راغلې يوه بله مور د خپلو دوه زامنو قيصه کوي چې نهه کاله مخکې یې پوځ دواړه واړه زامن اوچت کړي او هغه بې کوره شوې ده اوس د چرګانو په فارم کې ننوتې شپه تېروي، هغې وويل زامن يې طالبان نه ؤ “طالبان کښېني نا په مخه ځي”.

د باجوړ نه راغلې شش بي بي هم د خپلو دوه وروڼو عکسونه په لاس کې نيولي او وې ويل، “په رېډيو مې د دغه جلسې خبر اورېدلی ؤ زما دوه وروڼه اسلام خان او مسلم خان په دوي د طالبانو نوم لګول شوی دی او اوچت کړی شوي دي عاجزه مور يې په کور پاتې شوې ده”.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: