په لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل وو
مېرمنو او ماشومانو هم په کافي تعداد کې په دې جلسه کې عملا ګډون وکړ. دوی ټول یواځې د پېښور او شاوخوا سیمو اوسیدونکي نه وو بلکې د قبایلي سیمو او بلوچستان نه هم مېرمنې او ماشومان جلسې ته ورغلي وو. دوی لیکلي شعارونه « بینرونه » پورته کړي وو چې پرې لیکل شوي وو د پښتنو ورک کړل شوي کسان دې راپیدا کړل شي
د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ نورې غونډې
په داسې حال کې چې په پېښور کې د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې د غورځنګ درنه جلسه وشوه، د نړۍ د یو شمېر نورو سیمو نه هم د دوی په ملاتړ د شویو غونډو او لاریونونو راپورونه رارسېدلي دي.
په افغانستان کې په کابل او جلال اباد کې د نوموړي غورځنګ د ملاتړ لپاره غونډې وشوې چې پکې لسګونو کسانو برخه واخېسته. دوی د منظور پښتین او د هغه د ملګرو سره خپل ملاتړ ښکاره کولو
د پرلت په دې خېمه کې يو شمېر ښځينه وو هم ګډون کړی و، مقدسې احمدزۍ په په جنګ کې له ښکېلو ډلو د سولې غوښتنه وکړه