پښتون ژغورنې غورځنګ: له حکومته خپل جایز اییني حقونه غواړو:منظور پښتون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن د یکشنبې په ورځ په پیښور کې د یوې جلسې پرمهال وویل، له حکومته خپل جایز اییني حقونه غواړي او د ترلاسه کیدلو پورې به یې دا کمپاین جاري وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې د اتم اپرېل غونډه د پښتنو د حق غوښتنې په تاریخ کې بې سارې وه. د یوې شمېرنې ترمخه له شپیتو زرو زیاتو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې برخه واخېسته

نوموړي زیاته کړه چې په پښتنو کومو خلکو ظلمونه کړي د هغوي ټولو د نیولو غوښتنه کوي: ”راو انوار خو ونیول شو. اوس دې د طالبانو نیول شوی ویاند احسان الله احسان هم عدالت ته وړاندې کړل شي. او بیا دې پخوانی پوځي امر جنرل پرویز مشرف هم عدالت ته راوستل شي. مونږ ته د دې هېواد د شهریت احساس راکړل شي. عدالتونه دې پر پښتنو ترسره شويو ظلمونو کې ککړو خلکو ته سزا ورکړي”

منظور پښتونزیاته کړه “د مرګ ژوبلې نه علاوه پښتنو ته ډېر اقتصادي تاوان هم رسیدلی، کاروبارونه یې تباه شوي، د معدنیاتو وسایل یې له منګولو وتلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ نه یوازې د پښتنو ځاني ژغورنه کوي بلکې اقتصادي ژغورنه به یې هم کوي”

ياده دي وي چي په دې جلسه د پاکستان له بېلا بېلو برخو ورغلیو په لسګونو زره پښتنو ګډون وکړ چې پکې د مدني فعالانو تر څنګ په سلګونو پښتنو میرمنو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هم برخه واخیسته. په جلسه کې هغو کورنیو هم ګډون وکړ چې خپل خپلوان یې لا درکه کړل شوي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: