Home / Pashto Columns / پښتون تاريخ، غوا او مونږ پښتانه: ليک:ګل تيراه وال

پښتون تاريخ، غوا او مونږ پښتانه: ليک:ګل تيراه وال

Jon Pic

ويل کيږی چه پښتانۀ خپل تاريخ پخپله نه ليکی. رښتيا بۀ وی خو ددې سره سمه رښتيا خبره خو دا هم ده چه پښتانۀ خپل تاريخ واي کله! او په تيره تيره مونږ د پاکستان پښتانۀ خو سم د تاريخ په تيارو کښې ژوند تيروؤ

د عبدالقيوم خان او لياقت علی خان نه مو تاريخ شروع شی او په عمران خان او قدير خان مو اودريږی. پاکستانې پښتون د 1947 نه وړاندې خپل سياسی تاريخ باندې هيڅ کار نه لری. ولې چه نه پرې امتحانونو کښې نمبرې زياتيږی او نه پرې نورې ذاتی ګټې کيدې شی

خو بيا هم د ځنې خلقو په زړۀ يو عرض پاتې وی

يو عام سوال دې چه اکثر ې يو بے تعليمه يا کم تعليمه د تعليم يافته پښتانو نه په کلو کښې کوی. هغه دا چه ‘د پښتانو تاريخ چا ليکلې دې، کوم کتاب بۀ ښۀ وی او چرته بۀ ميلا ؤ شی؟ د داسې سوالونو ځواب لګ ګران شی. اول خو معلومات نه وی او که وی نو بيا د انګليسی کتابونو چه مستشريقونو په پښتانو ليکلی دی, هغه دی چه حاصل ې هم خاص نه وی. دويم دا چه ډير تاريخی کتابونه چه مقبول عام دی، د نسب نامو او د خيلو او خان خيلو ډک دی. وروستو د خبرې انجام دا جوړ شی چه روغ کتاب پيدا نه شی. او خبره بے خونده پاتې شی

يوه ورځ چه د پښتانو په تاريخ د يارانو مجلس روان وو، نو يو ساده سړی پکښې د خپل د زړۀ يقين سره وويل چه ‘د پښتانو د تاريخ کتاب چرته يوې غوا خوړلې وو نو ځکه تر اوسه ورک دې

ښه ټوکه ې کړی ده. خو ډير بد خو ې هم نه دی ويلی

د پاکستان وفاق د يوې غوا نه کم خو نه دې. او دا وفاقی نصاب تعليم خو ې هغه وږی غوا ده چه زمونږ د تاريخ کاغذان ې ټول خوړلی دی. هر څۀ ې رانه پټ په خيټه کړی دی. ولې بۀ ې نه پټوی چه پښتون ې خاموشه، بې خبره او بې ګټې ساتل مقصود وی

تاريخ ديو قام اينه او ليبارټری وی چه هغه قام پکښې خپل مخ ګوری، نننی حالات زاړو ازمايښتو سره تلی او زده کړې ترې کوی. خو اوس مو اينه او ليبارټری د بل په لاس ده. په دې وير کښې بۀ خپل سياسی ګوندونه او نور خپل تنظيمونه هم خامخا ژاړو چه هغه نيم کار ې نه وکړې شو چه کولو ې ارزښت لرو

يوه قيصه ده چه د مزری يو بچې وو چه ګډو بزو سره ستر شوې وو، نو چا ورته وويل چه ته خو مزرې ې، ګډو بزو سره څۀ کوې چه ګرځې؟ مزری ورته وويل چه نه، زه خو مزرې نه يم، زه خو بزه يم د ورکوټوالی نه. د ستاسوګمان غلط دې

ګرم نه وو. خپل تاريخ او اينه ې نه وه ليدلی. د پښتون هم دغه مثال دې

زما مطلب هيڅکله دلته دا نه دې چه بل قام ته سپک اوايم. مونږ د چا نه ښۀ نه يو او نه څوک مونږ نه ښۀ دی. د قامونو د پاسه خو هم غاصبان ناست وی چه خپلې شوکې کوی. او خپل خلق زاؤروی. خو دلته خبره دومره ساده او فقط دا غاصبانو نه ده. غاصبان چه د يوۀ قام زورور شی نو اول خپل قام اوخوری، او چه لګ نور زورور شی بيا ې نورو قامونو ته نظر شی. خپل قام سره جوړه اوکی او په شريکه د بل قام استحصال اوبربادی ته اړم شی. په اخره کښې هغه قام پخپله غاصب جوړ شی. اوس دغه قام بل قام يا قامونو سره ګوندۍ جوړه کړی او د نورو کمزورو قامونو د ښکار چلونو جوړوی. په دی ټولې لوبې کښې کمزوری او ناخبره قامونه تړلی ښکار جوړشی. او په خپو تړلې غلام شی. لکه پښتون

د قامونو تر مينځ شوکو کښې د ټولو نه غټه شوکه د بل قام تاريخ پټول بلل کيږی. تاريخ ولې او څنګه پټول کيږی، په دې خبرې بايد چه نور پوې وو سر

نن د پښتون ځوان دا حال دې چه نه احمد شاه پيژنی ، نه امان الله خان، نه باچا خان او نه صمد خان او نه بل کوم داسې قامی مشر او اتل او نه په څۀ کار لری. د سياسی مبارزانو نه علاوه دوې ته خپله جغرافيه هم نه دمعلومه. په خاصه توګه، کوټه او نژدې سيمو ته د پيښور پښتانۀ د بلوچو وطن واي. کله کله بۀ دا سې دراولګی لکه د کوټې پښتون يو وخت بلوچ وو او اوس ې چرې پښتو زده کړی وی

یو پښتون پی ایچ ډی عالم راته يوه ورځ د ګنړو قامونو خلقو په مينځ کښې اوويل چه ‘تيراه په افغانستان کښې ده کنه’! ښه وه چه په ټيبل ناست نور خلق زمونږ په خبرو نه پوهيدو. ګرم نه دی هر څۀ غوا خوړلی دی

ما په بی اے کښې دوه کاله پښتو ويلی ده (دشوقه نه بلکې چه نمبرې مې زياتې راشی) خو د غزلو، نظمونو، چاربيتو نه سوا مو پکښې دوه پانړي د خوشال خټک او دوه پانړي د بايزيد انصاری نثر ويلې دې. نور هيڅ بيان مو پکښې نه ياديږی چه دلته د بيان وړ وی. پښتو ې هم راته بے پښتو کړی ده

دا دعوی بۀ ډيره غلطه نه وی چه يو عام پښتون وګړې د تعليم يافته وګړی په نسبت په پښتو زيات خبر دې. ولې چه واسطه ې وفاقی غوا سره په نيغه نه ده راغلی

زه پخپله د پښتانو تاريخ يو نوې زده کونکې يم او ډير معلومات نه لرم، ولې چه زما هم د شپاړسو کالو نه واسطه د وفاقی او پنجابی غوا سره راغلی وه. قايداعظم, لياقت خان او مسلم ليګ ې راته شروع نه ښايل خو والله که مې زده کيدو. نه پوهيږم چه د ولې داسې وه! او بيا هله په پوې شوم چه غوا نه خلاص شوم

تيرو ورځو کښې مو د کامريډ اولس يار ليکلې کتاب ‘انګريزی استعمار او افغانستان’ (1793-1898) اوويلو نو په ډيرو مهمو خبرو خبر شوم. کتاب هغه کتاب وی چه مضمون سره دۀ مينه جوړه کړی او نورو مزيدارو کتابونو ويلو ته دې اوتړی. دا کتاب هم همدغه شان دې

واي چه که کامريډان هر څومره بد شی خو ليک ې سم وی. ددي کتاب چاپ ډير کم شوې دې. په مارکيټ کښې مشکل دې چه ميلاؤ شی، خو د خان شهيد لايبريری د فيسبوک پانړې نه ې په اسانه تر لاسه کولې شیء. کتاب 355 پانړي دې او په کال 1979 کښې چاپ شوې دې

ياده د وی چه د کتاب چاپکونکې نه مې د مشهورتيې پيسې نه دی اخيستی خو تاسو ته مو ې د خپل تاريخ د زده کړې په هيله ذکر کړې دې

Writer: Gul Tirahwaul

The writer is a researcher. He can be reached at 

orak23@yahoo.com

ALL RIGHTS RESERVED WITH THE PASHTUN TIMES

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...