پيښور کښې د پښتون تحفظ مومنټ د اتم اپریل جلسې لپاره تياريانې په تندۍ سره روانې

د پيښتون تحفظ مومنټ لخوا سبا له په رينګ روډ  د سرحد يونيورسټې مخامخ دغه اولسې جلسه کيږې۔

په پیښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اتم اپریل جلسه کې د برخې اخستو دپاره دپاکستان دبیلابیلو برخو نه د هئېتونو پېښور ته رسیدل پیل شوي اؤ د غورځنګ مشران هېله لري چې دا جلسه به پښتنو دتاریخ یوه کامیابه اؤ مهمه جلسه وي.

دپېښور په رینګ روډ پي‌ ټي ایم دغه جلسې دپاره انتظامات په داسې حال کې روان دي چې دکورنیو چارو وزارت د وړاندې نه په اولسي مقاماتو دترهګزیزو بریدونو خبرداری ورکړی خو د پي تي ایم فعالین وایي دوئ به په هر صورت دغه جلسه کې برخه اخلي.

دجلسې دپاره د پښتون ژغورنې دغورځنګ فعالینو د تیرې یوې میاشتې راهسې تیارۍ کړي دي اؤ دپښتنو په کلي ، کلي اؤ کوڅه په کوڅه ګرځیدلي ، خلک یې دغه جلسه کې ګډون کولو ته رابللي دي.

د پي ټې ايم فعالې غړې ثنا اعجاز وائي چي دوې  آئين پاکستان په دائره کښې دننه د خپل جائز حقونو غوښتلو لپاره جلسه کوې د کوم لپاره چې دوې ټولې تيارنې ترسره کړې دې او هر صورت کښې به خپله پرامن جلسه کوې۔

 دوي زياته کړه چې د نارينو په سير جلسې کښې ګډون لپاره د خيبر پښتونخوا مختلفو ضلعو او په خصوصې توګه د بلوچستان پښتنو سيمو نه زنانه په ګڼ شمير د پيښور په لور راروانې چې پکښې زياتره رارسيدلې هم دې۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: