په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پای ته ورسېده

په پېښور کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ جلسه چې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون وکړ، د یکشنبې په ماښام پای ته ورسېده

په جلسه کې د منظور پښتین په ګډون د یاد غورځنګ ګڼو مشرانو د ویناو په ترڅ کې له حکومته د پښتنو د حقونو غوښتنه وکړه.

:په جلسه کې د سیاسي ګوندونو ګډون

په جلسه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوو مخکښانو سېنېټر عثمان کاکړ او د بلوچستان اسمبلۍ غړي عبېد الله جان بابت ویناګانې وکړې

جلسې ته د بلوچستان نیشنل عوامي پارټۍ مخکښان هم ورغلي ول خو د نورو سیاسي ګوندونو هېڅ لوی مشر نه وو ورغلی.

:جلسې ته د منظور پښتین د وینا مهمې برخې

. پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۲۲مه نېټه په لاهور او بیا پر ۲۹مه په سوات کې جلسه کوي

. تر روژې وروسته به خلک وزیرستان ته ځي چې هلته د ناامنیو اثرات وویني
. پښتانه دې سره لاسونه یو کړي او د خپلو حقونو غوښتنه دې وکړي
. پښتون ژغورنې غورځنګ به د خپلو ټولو غوښتنو تر پوره کولو، مبارزې او هلو ځلو ته دوام ورکوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: