په مکه ښار يو شمير توغندی ورول شوي، هدف يې کعبه شريفه وو
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
October 11, 2016
104 Views

د سعودی عرب فوځي چارواکو په يو راپور خپور کړي راپور کې وئيلي چې تيره ورځ د مکه مکرمه په ښار د توغندو بريدونه ترسره شوي دي.
د سعودي عربستان چارواکو وئيلي چې دغه توغندي د يمن څخه ويشتل شوي چې هدف يې کعبه شريفه وو خو د ښار څخه بهر لګيدلي او کوم ځيان يې نه دی اړولی.
فوځي چارواکي وايي دغه بريد د يمن څخه شيعه ياغيانو کړی خو کامياب شوی نه دي.
یوشمېرنور وايي چي امریکا غواړي دشعیه سنې جګړه دمکې اومدیني ترښار اوکوڅو ورسوي، ترڅو ددوی مذهبي تنده پرې ماته شي.
یاده دې وي چي دمکې په ښار شوي بريد شمېراسلامي نهضتونه اواسلامي دولت راپارولي اودایي په اسلام برید بللی دی
تيره ورځ د سعودی عربستان لخوا په يمن کې په اولس په داسې حال کې هوايی بريد وشو چې هغوي يوه جنازه کوله او په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، په کعبه شريف بريد د هغې لاعمل هم کيدای شي
دی پشتون ټایٔمز
2016-10-11