Home / Pashto News / په سلګونو پښتنو په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې مظاهره وکړه

په سلګونو پښتنو په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې مظاهره وکړه

په سلګونو پښتنو په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې مظاهره وکړه


فرانکفورټ: د پښتون ژغورنې د غورڅنګ یا پي ټي ایم په ملاتړ کې د جرمني په فرانفکورټ ښار کې د جمعې په ورځ مظاهره وشوه. په فرانکفورټ کې د پاکستان د قونسلیټ مخې ته په ترسره شوې دې مظاهره کې په سلګونو کسانو برخه لرله. د مظاهرې ګډونوالو په لاسونو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین عکسونه نیولي و. د مظاهره کونکو سره په په لاسونو کې پوسټرې او بینرې هم وې چې د پښتون وژنه ودروئ، د ترهګرو تر شا پاکستان ولاړ دی، زمونږ کورونه پاکستان راویجاړوي، زمونږ زلمیان پاکستان راوژني، لر او بر یو افغان او د ازادۍ اړونده نعرې لیک وې.

د مظاهرې مخکښ منتظم او د پښتون ټایمز اډیټر اورنګ زیب زلمی وایي په مظاهره کې تر درې نیم سوو پورې پښتانه راغلي و
“مظاهرینو په ډېره منظمه او پرامنه طریقه احتجاج وکړو، د پاکستان قونصلګرۍ ته مو ډېر په قوت سره خپل اواز ورسوه. مونږ په دې توګه احتجاج ریکارډ کړو او د المان د حکومت نه مو غوښتنه وکړه چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو په پاکستان راپاڅیدلو پښتنو ته د پاکستان د ننه خپل بنیادي حقونه ورکړي”

اورنګزیب زلمي زیاته کړه که د پاکستان ریاست پښتنو ته حقونونه ور نه کړي نو لیرې نه ده چې پاکستان د یو بل بنګله دیش تجربه تکرار کړي.

یادې مظاهرې ته سیندیان او بلوچ هم راغلي و. مظاهرې سیندي ملتپاله رهنما میر سلیم ثنایي وویل

زه د پښتنو سره د یووالي لپاره راغلی یم. د پاکستان ریاست غیرفطري دی او دې ریاست سیندیان، بلوچان او پښتنو په زمکه یې قبضه کړې ده او پښتنو له پکار دي چې د باچاخان په نقشه قدم روان شي

مظاهرې ته په وینا کې قاري عیسی په پښتنو غږ وکړو چې د خپلو حقونو لپاره دې په هر ملک راپاڅي او خپل غږ دې اوچت کړي

د منظور پښتون په شا باید ټول پښتانه ودریږي او د منظور پښتون تحریک له دې اوږه وکړي.

د ګاندهي تر شاه هیندوان ودریدل نو نن اتومي او لوي هیندوستان د نړۍ په مخ وجود لري خو پښتنو هغه وخت د باچاخان سره هغې ملګرتیا ونه کړه کومه چې پکار وه نو ځکه نن پښتانه خوار دي. خو نن هم وخت شته چې مخته تګ وکړو او د خپلو مشرانو قدر وکړو

مظاهرینو ته د فرانکفورت میشته پښتنو مشر او د مظاهرې د جوړونکې ډلې یو غړي صفدرخان هم وینا وکړه

زمونږ ددې مظاهرې مقصد د کوزو پښتنو ملاتړ دی. د ډیورنډ فرضي کرښه مونږ له پخوا راهسې نه ده منلی او نه به یې ومنو. لر او بر یو قام او یوه وینه ده او دا زمونږ فرض دي چې په دې ګړۍ کې د خپلو پښتنو سره اودریږو او ددوي د حقونو لپاره غږ اوچت کړو

مظاهرې ته د المان د ښارونو هایډل برګ، برلین او نورو ښارونو سربیره د بلجیم نه هم یو شمیر خلک د ګډون لپاره راغلي و. په مظاهره کې د لویانو ترڅنګ ماشومانو هم ګډون درلود

د مظاهرې په اخر کې د اروپا میشتو پښتنو لپاره یوه عارضي کمیټي هم جوړه شوه. دغه کمیټي به د اروپا په بیلا بیلو ملکونو د پښتنو ترمنځ د رابطو جوړولو په میکانیزم کار کوي ترڅو ټول اروپا میشتي پښتانه په ښه توګه خپل غږونه د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.
دی پشتون ټايمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...