په افغانستان کښې داعش هغه ډله نه ده کومه چې په سوريه او عراق کښې فعالیتونه کوي بلکه څیړنې ښايي په افغانستان کښې په وروستیو کښې د داعش وسله والې ډلې په نوم طالبان او د حقاني شبکې غړي بریدونه کوي. تاسو به هم دا پوښتنه لرۍ چې ولې طالبان خپل په نوم د بریدونو پړه نه مني چې د داعش په نوم یې کوي؟ نو څیړنه مې وکړل او د دې علت مې د څیړونکو څخه دا ومندو چې د داعش نوم په افغانستان کښې ځکه کارول کیږي چې پر طالبانو، حقاني ډلې او پاکستان فشار کم شي. کله هم چې په افغانستان کښې د طالبانو یا حقاني شبکې له لورې لوی بریدونه ترسره شي نو د افغانستان حکومت په ګډون امریکا هم پر پاکستان فشار زیات کړي، چې په خپله خاوره د ترهګرو پر ضد مبارزه نه کوي او پرې دا هم تور ولګوي چې ترهګرو ته پناه ځایونه ورکوي
د لوستونکو یوه بله پوښتنه به دا وي چې دا څنګه ثابت کیدای شي چې داعش په افغانستان کښې نوی ډله نه ده، نه خو بهرنیان دي او نه هم له کوم بل بهرني هیواد لکه سوریه یا عراق څخه هلته تللي. که ورته پام وکړۍ نو دا مهال د داعش نوم ډلې لوی مرکز د افغانستان ننګرهار اچین ولسوالۍ کښې دی. اچين ولسوالي د جلال اباد ښار په ٣٥ کيلومترۍ کې سوېل ختيځ لور ته موقعیت لري، د دې ولسوالۍ ختيځ لور ته د ډيورند کرښه، خيبر او کورمه ايجنسۍ ده
اووه (۷) کاله وړاندې د پاکستاني ځواکونو لخوا چې کله د قبايلي سيمو په اورکزی او خيبر ايجنسيو کې عمليات پیل کړل نو يو شمیرپاکستاني طالبان له ډيورنډ پولې واوښتل او په اچين کې ځای پر ځای شول. او دا سیمه یې ځکه ځان ته د مرکز په توګه وټاکل چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته د نږدی وه او هغوي به وسلو او اکمالاتو ته له دې لارې ډیر په اساني لاس رسی ولري. وشي. اوس همدغو غړو د افغانستان نورو سیمو ته خپل فعالیتونو غځولي دي
لیکنه نه مې نوره نه اوږدوم او که غواړئ نو په بلې لیکنې کښې به نور معلومات هم له تاسو سره شریک کړم. البته لوړ هر څه مې د څیړنی په اساس لیکلي
مننه
منزه شهید
(لیک د منزه شهید فیسبوک وال نه راخستې شوې)