په اسلام اباد کې د روانو لاریونونو په اړه د ولسمشر اشرف غني پیغام
په پاکستان کې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوو. دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد دسرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري. له نړیوالو او همدغه راز په پاکستان کې له مدني ټولنو څخه هیله کېږي چې د دغه ډول حرکتونو ملاتړ وکړي. لکه څرنګه چې په پاکستان کې د حقوق دانانو حرکت یوې نتیجې ته ورسېد، هیله مند یوو چې د پښتنو دغه خوځښت هم د افراطیت د ریښو تر اېستلو دوام ومومي.
موږ په رسنیوغږ کوو چې د خپل سپېڅلي رسالت د عملي کولو او د بې طرفۍ اصل ته د درناوي لپاره د دغو لاریونونو رښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې او په ځانګړې توګه د دوی د مظلومیت غږ چې د تروریزم قربانیان دی نړیوالو خصوصاً مسلمانانو ته ورسوي.
په کابل کې له وروستیو فاجعو وروسته ما په افغانانو او خصوصاً د سیمې په وګړو غږ وکړ چې د تمدن، انسانیت، اسلامیت او همدغه راز د تروریزم او وحشت ترمنځ صفونه جلا کړي. زما په اند دغه مدني خوځښتونه په پاکستان کې زما له هغو څرګندونو وروسته یو ښه نوښت دی چې باید اخلاقي ملاتړ یې وشي.