دا ټول پراجيکټونو ته که وس مونږ فکر وکړو او د پاکستان ته فکر وکړو نو د زمې اسمان فرق هومره فرق لري, نور پاکستان به مونږ پرېږدو يواځې د خپلې پښتونخوا خبره به وکړو ځکه چې وس مونږ دلته په پښتو ليکل کوو نو په دې نوي کال کې حکومت په پښتونخوا کې د څومره کارونو کولو ټارګټ ځانته ټاکلی? يا په تيرو کلونو کې د پښتونخوا اولس ته څه کړي? دا خو بيا هم د پښتونخوا د اولس قسمت ښه وو که هر څنګه وو خو د عوامي نيشنل پارټئ کارونه وکړل که نور څه نه وي کالج او يونيورسټيانې خو يې ورته جوړې کړي.
دا يو هيواد يواځې دا زمه داري نه ده چې خپل وګړي ته دې د لس پينځلس زره روپو نوکري ورکړي او ځان دې خلاص کړي, هيواد دا پوره حق لري چې خپل اولس ته د تعليم او صحت برق او به ګاز او ټول سهولتونه ورکړي, دا ژوند دی دا يو ځل په لاس راځي, درې وخته ډوډئ خوړل په لس زره روپئ روزګار کول څه ژوند نه دی که دا چاته ژوند ښکاري نو زه په تفصيل پسې نه زم خو په يوټيوب دې د يورپ امريکه د خلکو د ژوند په اړه ډاکومنټري فلمونه وګوري.
د پاکستان دولت هر کال په ملينونو او بلينونو ډالر په جنګي جهازونو اخيستلو او اسلحې جوړولو خرچه کوي, او هر کال د کروړونو او لکهونو ډالر دغه جنګي طيارې غورزيګي تباه کېږي خو څوک يې د پوښتنې نشته, که په دغه پيسو د پښتونخوا په لرې پرتو سيمو کې سکولو کالجونه جوړ کړی نو بد به وي? ټوکه مې وکړه زما خو هير وو دا شته دې نه ورانوي نور دې نه جوړه وي.
خبره مې د هندوستان د ميګا پرجيکټس پورې کوله چې هندوستان څنګه خپل اولس ته ګټې ورکوي او پاکستان خپل اولس ته څه ورکوي, د پښتونخوا په قبايلي سيمو وزيرستان کې ټول اسکولونه کورونه فوځيانو وران کړي, روغ کلي سړکونه يې وران کړي, خلک يې وژلي, يو خوا فوځيان او بل خوا عام اولس دل کړل شوي دی, نو زه خو نور د ليکلو څه نلرم تاسو مرسته وکړئ, ګل خان پويه کړئ چې د پاکستان نه نور څه غواړې, ځان وپيژنه, پښتونولي وپيژنه, د پنجاب نه حفل حق غواړه, نور څه چې د چين سره د ګوادر کوريډور هغه ستره پروژه يې درنه هم پنجاب ته واړوله. نو پښتونه! تاته پاکستان څه درکړل? دوه وخته ډوډئ خوړل خو د ژوند مقصد نه دی.