د پښتون ژغورنې غورځنګ ((حمایت مو په دې کړی وو چې له پښتنو سره هم یو قسم زور، زیاتی او څه نا څه ظلم روان دی. او [منظور پښتین] د پښتنو د تحفظ لپاره یو غږ پورته کړی وو او خلکو ورته لبیک ویلی وو.))
حاجي زیارت ګل په کابل کې د افغانانو له خوا د پښتون تحفظ غورځنګ په ملاتړ او په افغانستان کې د جګړې ضد روان پرلت ته په اشاره زیاتوي، اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت کوي او شک لري چې ((په دې کې له افغانستانه لاسونه ښکاري، له بهره ورته خلک شاباس وايي، او د [پښتین] حمایت کوي.))
بهرني لاسونه که انساني خواخوږي؟
د پښتون ژغورنې تحریک یو فعاله غړی او د نړیوال سیاست څېړونکی ګل مرجان له بهره د ملاتړ یا مرستو تورونه ردوي
دی وايي، ((موږ درې رښتې لرو. زه خپله ګل مرجان ذاتي درې رښتې لرم. زه انسان یم، زه مسلمان یم، زه پښتون یم. دې ملکانو، دې مشرانو ته صرف زما دا سوال دی چې ټول عمر زه د کشمیر په غم کې، د فلسطین په غم کې، د چېچنیا په غم کې او د بوسنیا په غم کې راوتلی یم. که زما په غم کې په افغانستان کې څوک راووځي یا په هند کې یا په اروپا کې، افریقا کې راووځي، نو دا څه داسې غیر فطري خبره نه ده. دا دې طرف ته بیول چې د دوی تر شا خلک راوتلي دي، هغه د انساني همدردۍ، د مسلمانۍ یا پښتونولۍ په خاطر له موږ سره راوتلي دي. موږ له هېچا سره نه تماس کړی، نه مو ورته خواست کړی چې تاسې زموږ تر شا ودرېږئ.))
د پښتون تحفظ غورځنګ په اړه اندېښنې
د خیبر اېجنسۍ یو ملک عبدالرزاق وايي، ده د تېرې نهې پر ورځ د پاکستان زنده باد د تحریک په جلسه کې ګډون وکړ او دا ځکه چې دوی وېرېږي چې د منظور پښتون په مشرۍ د جوړ غورځنګ فعالیتونه هلته د ناکرارۍ لامل نشي
له پښتون تحفظ غورځنګ سره ((مو داسې خاص اختلاف شته هم نه او که بیا خاص اختلاف وي نو بیا پر دې خبره دی چې دا ۱۵ کاله په پاکستان کې یا په قبایلو کې چې څه تېر شول نو زموږ پاک پوځ راوچت شو او له دهشتګردو څخه یې علاقه [پاکه] کړه. نو اوس [د پښتون تحفظ تحریک] موږ ته ولې خبره خرابوي چې موږ ته وطن کې بیا غوغا جوړه شي.))
جرګه که جلسه؟
ملک رزاق وايي، که پښتون ژغورنې غورځنګ ځېنې غوښتنې لري نو منتخبه جرګه دې جوړه کړي، له حکومت سره دې خبرې وکړي او جلسې دې نه کوي
له ملک رزاقه مو پوښتنه وکړه چې ایا دا اندېښنې او انتقادونه یې له پښتون تحفظ غورځنګ سره شریک کړي؟ دی وايي، تر اوسه یې دا کار نه دی کړی خو که هغوی غواړي، ورسره خبرو ته تیار دی
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ګل مرجان وايي، د دوی لاریونونه او جلسې د پښتنو ولسي جرګې دي او یوازې د پاکستان د ایین یا اساسي قانون دننه د خپلو بنیادي انساني حقونو غوښتنه کوي
((موږ نه لښکر جوړوو، نه ټوپک ته لاس اچوو. موږ پر امنه، سوله ییزه معاشره غواړو. سوله ییز لاریون کوو، جلسې کوو، جلوسونه کوو. موږ دا بدبختۍ چې تېرې شوې دي، د هغې د تکرار [د امکاناتو] مخه نیسو.))
نوموړی وايي، که پښتون تحفظ غورځنګ جنګ کولای نو د جنګونو خلک ((غرونو ته خېژي، هغه اسلام اباد ته سوله ییز لاریون نه کوي.))
ګل مرجان د ملک عبدالرزاق له دې خبرې سره هم موافق نه دی چې ګواکې د دوی غونډې او جلسې د پښتنو جرګې نه دي