پاکستان د سترې مخکې مشر د هند دعوت رد کړ
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
September 30, 2016

اسلام اباد: پاکستان د سترې محکمې مشر انور ظهير جمالی راتلونکی مياشت په هند کې کيدونکی کانفرنس کې د شرکيدو دعوت رد کړی.
چيف جسټس انور ظهير جمالی د هند سترې محکمې ته په جوابی خط کې ليکلي د پاکستان او هند ترمينځه په روان کړکيچن حالاتو کې په کانفرنس کې ګډون نه شي کولې.
د سترې محکمې مشر انور ظهير جمالی ته په راتلونکی مياشت نيو دهلی کې کيدونکی ثالثی نظام په يو کانفرنس کې د ګډون دعوت ورکړل شوې وو
بل خوا د پاکستان سنده اسمبلی کې د هند پرضد قرارداد منظور کړې شوې او کشمير کې ظلم او کنټرول لاين هندي يرغل غندنه کړې, د پارليمان غړو وئيلي که پاکستان جنګ مسلط کړې شي غاښ ماتۍ جواب به ور کړي .
سنده اسمبلی کې قرار داد پارليمانی ليډر نثار کهوړو وړاندې کړې وو چې روسته د پاليمان ټولو غړو په شريکه منظور کړی.
نوربادشاه يوسفزی
دی پشتون ټایمز
Like this:
Like Loading...
2016-09-30