Home / Pashto News / پاکستاني فوځيانو په وزيرستان کې د پروفېسر کور ونړولو

پاکستاني فوځيانو په وزيرستان کې د پروفېسر کور ونړولو

د اسحق وزير د ړنګ شوي کور انځور

د اسحق وزير د ړنګ شوي کور انځور

تيره ورځ د ماښام په وخت په بنو جاني خيل وزير بچکي کلي کې پاکستاني فوځيانو د پروفېسر اسحاق وزير کور ونړولو.

پروفېسر اسحاق وزير په بنو کې د باچاخان فري ايجوکيشن اکيډمي مشر دی, او په بنو کې د شمالي وزيرستان کډوالو ماشومانو ته د فری ايجوکيشن ورکولو سره د عدم تشدد فلسفه او د پښتنو د يو والی مبارزه هم پر وړاندې وړي.

اسحق وزير دا تور پورې کړل شوې وو چې ستا رور طالب دی چې روسته اسحق وزير يې جرګې ته په ډاګه سپيناوی وکړ چې زما د رور د سوچ او فکر سره هيڅ تړون نشته, خو ولې فوځيانو بيا هم دغې خبرې ته غوږ و نه نيوه او کور يې ړنګ کړو.

تيره مياشت وزيرستان په وانا بازار کې هم پاکستاني فوځيانو په 120 دوکانونو جوړ ميرزاعالم مارکيټ نړولی وو, د کورونو نړولو دا لړۍ په ټول وزيرستان کې د څو کالو راهسې دوام لري.

رپورټ: نور بادشاه يوسفزئ

دی پشتون ټائمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...