د انډیا د پونی (پونا) په ښار کې د یوه پوهنتون محصلینو د خپل پوهنتون له انګړ څخه د بهارت ماتا د ځوان نسل د روزني، راتلونکې نسل د پالني،ژوند ژغورني او هر انسان ته د اختیار ورکولو تر عنوان لاندي په 2007 کال کې د مئي د میاشتي په 17 چې د پنشنبي ورځ وه، د مذهبنو او د انډيا د قانون د ځینو مادو په خلاف او په خاصه د (اندوشواسوی) یعنې د ( خرافات) په وړاندې مبارزه علان کړه،، چې ډېري مذهبیان،او د مذهبنو ملایان یې په غوسه کړي وه،،،
دا پوهنتون د سائنسي تعلیم،انډین انسټیټیوټ او ریسرچ په نوم یادېږي. د دې انسټیټیوټ محصلینو د خپلې مبارزي لړۍ ته دوام وکړي د مذهبیانو نیوکو او ګواښنو ته یې هېڅ وخت ور نه کړي، خپله مبارزه یې د پوهنتون څخه د پونی ( نونا) تر ټول ښاره او د ښاره څخه تر کلو وغځول، په شپږو میاشتو کې یې د انډیا تر ټولو پوهنتونونو خپله مبارزه ورسول، او د اکثریت ښوونځیو،زده کوونکي،د پوهنتونو محصلینې، او محصلین یې د مبارزي ملاتړي سول. د انډیا راډیوئي،تلویزوني، او چاپي رسنیو یې ورسره ډېره زیاته همکاري وکړل، او خپله ریښتني دنده ورسره عملي کړه
د دوی غوښتني ډېري وي، او په 2014 کال کې یې ټولې هلې ځلې او ستړتیاوي د رڼا ډیوې بلې کړي، غوښتني یې ومنل سوې او په قانون کې ځای ورکړي د اساسي قانون هغه مادي چې دوی ورسره مخالفت علان کړي وو، ستري محکمي یې پریکړه ومنل او د اساسي قانون په ځینو مادو کې یې د ټولو شوراو په تاید سره بلدون راوستي کوم چې ځوان نسل ورسره مخالفت علان کړي وو او د نه عملي کولو او د بدلون غوښتنه یې کړي وه
او هغه مذهبونه او ریواجونه چې ځوان نسلونه یې د ستونزو او ډار سره مخ کړي وه او د روان ژوند سره په ټکر کې وه، په هغو کې یې د بدلون راوستلو غوښتنه یې کړی وه، او د مذهبنو او ریواجونو په اړه یې چې نیوکې درلودی د عصري علوموعلمانو، سیاستپوهانو، او مذهبي علیمانو، ملایانو، ملاپنډتانو، فادریانو، او د ټولو ښارونو شوراو یې هرکلی وکړي، او د دوی غوښتني او نیوکې یې په ځای وبللي او ستر محکمي او پارلمان یې غوښتني تاید کړي، او د اساسي قانون په چوکاټ کې ځای ورکړي
همدا مذهبي علمانو او ملایان،ملاپنډتانو او فادریانو چې دلیلونه ورسره ویل،او میډیا هم نشر ته سپارل د ځوان نسل د دلیلونو په وړاندې ټول ناکمه سول، او ځوان نسل دلیلونه یې په ځای او د راتلونکي نسل په ګټه یې وبلل. که څه هم دا ځوان نسل په اول کال له ډېرو خطرناکو خطرونو او ګواښنو سره مخ سول خو بیا یې هم خپله مبارزه نه درول خبر وه چې بریا به زموږ وي. په ډېر لنډ وخت کې یې بریا خپله کړه. اوس یې هم مبارزه په نورو برخو کې روانه ده. او میډیا یې ملاتړي ده
افغانانو! ځوان نسل خبرو ته پریږدي،ازاد فکر ته یې پریږدي کار ته یې پریږدي ځوان نسل مو تر منزل پوري رسولي سي، په دې مشلورو نه وطن جوړولی سي او نه نوم ګټلي سي. نور تاسې هم ښه پوهېږي چې توپک،شملي او ژیره یې نه ګټي. قلم یې ګټي
لیکنه: زیبا روشني