نوې سوړ جنګ     —– اعجازخټک د لاچئ

نوې سوړ جنګ     —– اعجازخټک د لاچئ

نن ضرورت د دې خبرې دې چې عالمی امن ته کومه خطره راپیښه ده چې په نتیجه کښې واړه اؤ لوئې ملکونه یو بل سره مخامخ دی،اؤ ځائې په ځائې علاقائی اؤ واړه واړه ګوندونه په دې شخړه کښې داسې ککړ دی چې دا څرنګه کیدې شی چې یوخواه د روس اؤ چین مخه اونیسی اؤ یو بل د بالادستې بنیاد د یو بل زور زبردستی هم پخپل ځائې قائمه وی نو بین الملل داغواړی چې داسې تګلاره دې اوټاکلې شی چې په نړئ کښې امن هم قائم شی خو ورسره دې د لویو ملګونو لکه چین اؤ روس بالادستی هم پخپل ځائې اومنل شی. دا یو داسې حقیفت دې چې نن امریکه اؤدهغوی پلویان په دې نتیجه رسیدلی دی چې په ځنګل کښې ازمری نور هم شته، یوازینې یو ملک د ټولې نړئ د ښو اؤ بدو واکدار نشی جوړیدلې. دې دپاره هغوی اقوام متحده کښې لګیا دی چې د خپلې عالمی دهشت ګردئ مقصدونه به څنګه تر لاسه کړی.ځکه چې که داسې اونکړی نو غالب امکان لری چې یو لوئې عالمی ایڼمی جنګ به شروع شی.

د دې سره سره د موسمونو کښې بدلون، د محدود وسائلوبې ځایه استعمال اؤ ورځ په ورځ د آبادئ زیاتوالې داسې مسئلې دی چې ورسته باتې ملکونو ته یوه لویه خطره پیښه ده چې دې سره به لویو عالمی قوتونو ته هم ډیر زیان رسیږی. د دې وجه دا ده چې امریکه اؤ دهغوی پلویانو چې تراوسه د خپلې معاشی، سیاسی اؤ فکری بالادستئ د پاره کوم جنګونه کړی دی یا ئې کوی نو نتیجه به ئې په علاقائی اؤ واړو واړو جنګونه وی.

سر بیره د دې نه چې امریکه خپل  سرمایه دارانه سوچ لری نو دا د امریکه ، روس اؤ چین ترمینځه یو لوئې خنډ دې. دې د پاره به د بین الملل پنځه مستقل غړی لکه امریکه، برطانیه، فرانس، چین اؤ روس به سره پخپله کښې یوه لوظنامه جوړوی  نو بیا د عالمی امن ضما نت څه امکان شته ګنی نور به هسې بوس بادول وی.

کله چې روس ټکړې ټکړی شو نود امریکې صدر جارج بش اؤ بیا ورپسې صدر اوبامه د یوازینی سپرپاور پالیسی هم جاری وساتله اؤ هغې د پاره هغوی فوځې، سیاسی هر قسم حربې استعمال کړې تردې چې یو ملک ئې هم داسې پری نه ښود چرته چې د دوی پلویانو آړې ګړې نه وی پیل کړې نو په داسې طریقه هغوی خپلې وسلې په هغوی خرڅې کړې اؤ دې د پاره ئې نیټو چترئ لاندې خپل مرام حاصل کړې دې. نن ټوله ایشیاء اؤ ټول مغربی ملکونه یو بل سره په وینو ککړ دی. خو دې سره سره روس اؤ چین هم ځان له نوی نوی اتحادیان جوړ کړل اؤ په سمندرونو کښې میزائیل آډې جوړې کړې نو دا دوی د پاره یوه لویه خطره پیښه شوه. د هغوی د غرور لوئې لات و منات په نړیدو ښکاره شو. ګنی  امریکې اؤ د دوی پلویانو  په عراق اؤ لیبیا کښې د خپلې خوښې حکومتونه جوړ کړل ولې ناکام په دې پاتې شول چې د هغوی د نام نهاد جمهوریت بیخې په نظر نه ښکاری اؤکومو حالاتو سره چې هلته وسیدونکی مخامخ دی نو داسې ورځ به نه وی چې په سل ګونو کسان بې ګناه نه مری. د دې مقصد دا وی اؤ دې چې دا خلق پخپله کښې یو بل سره په جنګ آخته کړی اؤ د دوی په قدرتی وسائلو لکه تیل قبضه اوکړی ، خپلو اتحادی ملګرو ته ئې ټیکې ورکړې، هم ئې تیل وړل شروع کړل اؤ راتلونکو ۵۰ کاله پورې ئې تیل خوندی کړل اؤ هم ئې په اقتصادی توګه دومره کمزوری کړل چې نن هغوی امریکې اؤ مغربی ملکونو ته کچکول نیولې وی نو هغوی پرې د خپلې ایجنډې ترمخه خپل مقصدونه ترلاسه کوی. هم دا رنګې دوی په ایران اؤ شام کښې هم تر آخری حده پورې لاس وهنې شروع کړې خو ناکام شول. هم دا رنګې هغوی په افغانستان کښې پاتې راغلل اؤ په دغو ټولو ملکونو کښې هغوی ترهه ګړئ ته وده ورکړه کوم چې د دوی لوئې اهداف وو. اوس دوی نه خو د خپل جمهوریت دفاع کولې شی اؤ نه د اولس د خوښې حکومتونه سازولې شی. حقیقت دا دې چې د ټولو ملکونو د مفاداتو خیال به ساتلې شی. دې کښې هیڅ شک نشته چې په نن وخت کښې د امریکې، چین، روس حکمرانی ده خو د دې هرګز د ا مطلب نه دې چې ګوندې دا کمزوری هیوادونه دې د پښو لاندې اوساتی، لکه پاکستان، ایران، برازیل، جرمنی، فرانس ، انډونیشیا، جاپان اؤ داسې نور نو هله به په نړئ کښې امن راځی اؤ ورسره به خوشحالی راځی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: