Home / Pashto Columns / نه چې بیا تیارو ته ستانه شو…! لیک: زیب منتظرمسید

نه چې بیا تیارو ته ستانه شو…! لیک: زیب منتظرمسید

10669124_773422566050052_1731149578393555143_oدتاریخ په اوږدو کې،زمونږ د بدمرغۍ ترټولو لوی او بنسټیز لامل شاید همدا وه،چې زمونږ ولس له پوهنې او زده کړو سره لېوالتیا نه درلوده او تل یې ټوپک او تورې ته ترجېح ورکړې ده.

که موقع برابره شوې ده، نو پرته له دې چې، د پایلو او یا موخې په اړه یې فکر وکړي، په هره او د هر چا په جګړه کې یې ور دنګلي، امپراتوران یې واکمنۍ ته رسولي او د هغوی د سرتېرو په توګه یې ځان او بل وژلی دی. خو په پایله کې پرته له دې چې خواري، بې وزلي او ړنګ ویجاړ کور او کلی ورته په نیکات پاتې
شوی، کومه بله ګټه یې نه ده تر لاسه کړې
په بیلګې پسې به یې ډېر لیرې او ډېر شاته نه ځو، بلکې د تېرو څو لسیزو شخې شولانګې او ورور وژونکې جګړې به را یادې کړو، چې زموږ د ولس د سخت ځپل کېدو او هېواد د ویجاړۍ او تباهۍ لامل شولې او لا خو یې پای جوت ندی. له دې ټولو بدمرغیو سره سره، له نیکه مرغه چې په ورستۍ لسیزه کې، څه د نړیوالې ټولنې په هلوځلو او څه هم د حالاتو او وخت د غوښتنو تراغېز لاندې، د زده کړو او پوهنې پروړاندې زموږ د ولس او وګړو په ذهنیت، تفکر او چال چلند کې یو څه مثبت بدلون راغلی دی
په ټولیزه توګه، هغه بې وزله او خوار پلار چې، هره ورځ د خپلو اولادونو لپاره د یوې وچې او سپورې ډوډۍ د پيدا کولو په لټه کې له سهاره تر ماښامه پورې منډې ترړې او زیار باسي، په دې پوه شوی، چې له دې حالت نه د وتلو لپاره یوازنۍ او بهتره لاره دا ده، چې ددې پرځای چې خپل زوی د یو څو روپو د پیدا کولو لپاره کار او مزدورۍ کولو ته اړباسي، باید پرځان تکلیف تېرکړي ، هغه په مکتب کې واچوي او د زده کړو په وړانګو یې سنبال کړي، ترڅو په راتلونکي کې دی او دده زوی د هغو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ نه وي، چې دی او تر ده د مخه نور د کورنۍ غړي یې مخامخ ول. خوله بده مرغه چې، د پوهنې او زده کړو پروړاندې د ولس دغه لېوالتیا، چې د هېواد د ودانولو او یوه هوسا، سوله ایز او نېکمرغه ژوند او روښانه راتلونکي تظمینوونکې ده، په هېواد کې د فساد، خراب اقتصادي حالت، بې وزلۍ او بې روزګارۍ او د خلکو ستونزو ته د چارواکو د نه پاملرنې له کبله له ماتې سره مخامخ ده. هغه بې وزله پلار خو خواري او تکلیف پرځان ومنل، خپل زوی یې په مکتب کې د زده کړو او پوهې د ترلاسه کولو لپاره، واچوه، ترڅو د زده کړو له پای ته رسېدونه وروسته یې زوی د خپلې پوهې او زده کړو له برکته ځان ته کار او روزګار پیدا کړي، چې له یوې خوا خپل هېواد او ولس ته د خدمت مصدر وګرځي او له بله پلوه وکولای شي، چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې اوارې کړي او د ټولنې د یوه هوسا غړي په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړي. خو کله یې چې زوی مکتب پای ته ورساوه، له هغې وروسته یې په سلو او زرو تکلیفونو ګاللو سره لوړې زده کړې وکړې، پوهه او علم یې تر لاسه کړ ل، خو کله چې د کار په لټه کې شو، نو هیچا هم ورته کار او دنده ورنکړه او د ده زده کړو او پوهې ته یې اړتیا نه درلوده، بلکې دده پر ځای یې هغه چاته ترجېح ورکړه، چې سره له دې چې خپل نوم هم سم نشي لیکلی یایې یو دوه ټکي انګرېزي ژبه زده کړې ده،خو پیسې لري، چې بډې ورکړي، زور لري چې چارواکي ترې وېرېږي، واسطه او وسیله لري، چې ملاتړ یې وکړي او لاره ورته اواره کړي. د بې وزله او خوار پلار هغه زوی، مجبور دی چې خپل ډیپلوم او د زده کړو ټول سندونه د خپل وران ویجاړ کور په کوم کونج کې وغورځوي او د خپل نالوستي پلار په شان، د همغې وچې او سپورې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د خپل پلار تر څنګه ریړۍ او کراچۍ ودروي او کچالو یا پیاز پکې خرڅ کړي . نو ښکاره خبره ده، چې د پلار یې دا ډاډ او باور چې، زده کړې کولای شي چې ددوی د کورنۍ ستونزې د تل لپاره او په بنسټیزه توګه حل او اوارې کړي، یو ځل بیا په بې باورۍ او نا لېوالتیا بدلېږي او په راتلونکي کې به د پخوا په څېر مکتب ته د خپل بل زوی لېږلو ته زړه ښه نه کړي
زموږ هېواد، چې د حکومت د لوړ پوړیو چارواکو په کچه، د اداري فساد، د تنظیم شويو جرمونو د مافیا، بې امنۍ، بې وزلۍ او بې احساسۍ له لویو او سترو ستونزو سره لاس ګرېوان دی، د ژوندانه په هره برخه او هر ډګر کې سمون او اصلاح ته اړتیا لري، خو که د پورته یادې شوې ستونزې د حل په موخه زموږ چارواکي او مسوول کسان بیړني، چټک او کوټلي ګامونه پورته نه کړي او ددې خوار او بې وزله پلار د زوی لپاره، د روزګار او مشغولتیا زمینه برابره نه کړي، نو موږ به په خپل لاس خپل راتلونکی د تور تیارو، تورو ګړنګونو ته تمبولی وي او یو ځل بیا به د پېړیو، پېړیو لپاره به د پرمختګ او روښانه راتلونکي له راڼه بهیر نه شاته پاتې  شو

لیکوال: زیب منتظر مسید

فیسبوک پته
https://www.facebook.com/zeb.muntazer

ایمیل پته
zmasid@gmail.com

ټویټر
@MuntazerMasid

ALL RIGHTS RESERVED WITH THE PASHTUN TIMES

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...