مولانا فضل الرحمان د کشمیر پرسر په ټول پاکستان کې داحتجاج اعلان کړی

مولانا فضل الرحمان د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د هند پر حکومت تور پورې کړ چې دده په وينا په کشمير کې ظلمونه کوي, هغه اعلان وکړ چې ګوند به يې د جمعې ترلمانځه وروسته په ټول پاکستان کې مظاهرې کوي

پر دې موقع له هغه څخه د کشمير په اړه د پاکستان د تګلارې په اړه پوښتل شو چې په ځواب کې يې مولانا فضل الرحمن وويل چې په پارلېمان کې يې وړاندېز کړی وو چې بايد له پارلېماني کمېتۍ سره په ګډه داسې يوه اداره جوړه شي چې هغه د کشمير پاليسۍ په اړه د پاکستان په تګلاره کې يو شان والی راولي

دده په خبره، “له پارلېماني کمېټۍ سره په ګډه دي يوه داسې اداره جوړه شي چې پکې خارجه وزارت، د کشمير د چارو وزارت او د ازاد کشمير د حکومت نماينده شامل وي او دوی بايد هرې څلور مياشتې وروسته سره کښېني چې دا رنګه زموږ په پاليسيانو کې يو شان وای راشي خو زما په دې خبره هيڅوک عمل نه کوي”

له مولانا فضل الرحمن څخه چې کله د پاکستان د اوسني سياسي کړکېچ په اړه وپوښتل نو د هغه ځواب وو چې دا وخت حکومت ډېر بې واکه دی

نوموړي وويل چې واکمن دومره بېچاره دي چې اوس يې بڼه په اپوزېشن اوښتې ده

دده په خبره د حکومت تر واک لاندې ادارو له ځانه واکمن جوړ کړي دي او ټول حکومت يې په عدالت کې درولی دی

نوموړي خبردارۍ ورکړ چې که وضعيت هم دغسې پر ځای پاته شي نو بيا بايد د سياستوالانو او سياسي نظام په اړه نه بلکې د پاکستان د راتلونکې په اړه فکر مند شو

مولانا فضل الرحمن وړاندېز وکړ چې بايد د هېواد سياست او سياسي نظام په نښه نه کړل شي بلکې بايد د ملک نظام چلېدو ته پرېښودل شي او د خلکو اعتماد برقراره وساتل شي

په خبري غونډه کې يو خبريال له مولانا فضل الرحمن څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د اپريل پر اتمه نېټه په پېښور کې د کېدونکې جلسې په اړه د هغه نظر و پوښتلی نو په ځواب کې يې هغه وويل چې ګوند يې تل له فاټا سره د شويو ظلمونو په اړه ږغ پورته کړی دی

نوموړي زياته کړه چې د قبايلي سيمو خلک کله د مذهب په نوم وژل شوي او کله يې بيا د قام پرستی په نوم راتلونکې نسل وژل کېږي نو دده په وينا بايد ډېر احتياط وشي او پر دې خبره غور وشي چې کومه لار اخيستل شوې ده هغه د فاټا د خلکو په ګټه کې ده او که نه.؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: