منظور پښتین سره د ملاتړ په اولني قطار کې یو : سنېټر عثمان کاکړ

منظور پښتین سره د ملاتړ په اولني قطار کې یو : سنېټر عثمان کاکړ

نجیب زېری
سوات: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا مشر سنېټر عثمان خان کاکړ ویلي ، ددوي ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ کونکو په اولني صف کې ولاړ دی. نوموړي د پښتوڼ ټایمز نجیب سره په ځانګړې مرکه کې ویلي د کراچۍ او اسلام اباد نه واخله تر جنوبي پښتونخوا ددوي ګوند د پښتون ژغورنې د غورځنګ ملاتړ کړی دی او لا به هم دا حمایت جاري ساتي . نوموړي زیاته کړه چې ددوي د ګوند غړو به ژوب ، قلعه سیف الله ، خانوزۍ او کوټه کې د پي ټي ایم تاریخي جلسې شوي او ددوي ګوند ددې احترام کړې او دا ددوي د ګوند قومي او وطني ذمه واري وه چې داسې یې کړې وې

د پي ټي ایم غوښتنې ډېرې ساده او برحق دي .که دریاست واکداران په دې کې ناپوهي وکړي نو شاید ددوي مطالبې نورې هم زیاتې شي ، پکار ده چې ریاست په دې برخه کې ناپوهۍ نه کار وانخلي

نوموړي زیاته کړه پي ټي ایم په نعرو کې خپل مظلومیت بیانوي ،دوي باعزته ژوند غواړي،د خپلو ځاني او مالي تاوانونو حساب کتاب غواړي او په ټول ملک کې د پښتانه د سر او د مال تحفظ غواړي .
د دې پوښتنې په ځواب کې چې په منظور پښتین او د هغه په ملګرو د غدارۍ ټاپې لګي ، نوموړي وویل په پاکستان چې هر څوک د خپلو حقونو لپاره اواز اوچتوي په هغوي دا ډول ټاپې لګي
څوک چې د پښتون وطن د ابادۍ خبره کوي دوي ته غداري ښکاري خو چې څوک د پښتانه وطن د بربادۍ خبره کوي نو دوي ته دا بیا ثواب ښکاري

عثمان خان کاکړ زیاته کړه د وي د خان شهید د تلین غونډه کړې وه او پر دوي هم دا ډول تورونه لګول شوي خو ښه خبره داده او دوي په دې خبره ویاړي چې په تاریخ کې هیڅکله د پردو لپاره ایجنټي نه ده کړې او که دوي ایجنټان دي نو د خپل ولس ایجنټان دي او د خپل ولس او قام خبره کوي .

نوموړي د وسله والو تالیبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ته په اشارې سره وویل په پاکستان د تالیبانو هغې ویاند ته چې په سلګونو په زرګونو د خلکو د وژنې پړه یې منلې ،د احترام په سترګه ورته کتل کیږي خو چې څوک د خپلو حقونو خبره کوي هغوي باندې نور نور تورونه لګول کیږي .

سنیټر عثمان خان کاکړ دا هم وویل چې د پاکستان په هر برخه کې جلسې او جلسونه کول د پښتون ژغورنې د غورځنګ حق دی او باید دوي ته دا حق ورکړل شي . د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو د مقدمو په جوړولو اولس نه کیني ځکه چې اوس ولس راپاڅیدلی دی او دوي ته د خپل حق ورکولو سربیره بله چاره نشته .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: