Home / PASHTO CORNER / قبایل د وحشت اور کې او د نړیوالو بشري ټولنو چوپتیا

قبایل د وحشت اور کې او د نړیوالو بشري ټولنو چوپتیا

fata1
له کومې ورځې چې قبایلي سیمې وروسته له سړې جګړې د سړې جګړې تکاملي پړاو ته وټاکل شوې. د سپټامبر د یولسمې له  ترسیم شوې پېښې وروسته د منځنۍ اسیا لپاره د تپل شوې جګړې ژوندي ساتلو لپاره د نړیوالو جګړمارو بنسټ پالو په مرکز بدلې شوې.د عربو او یمن باغیان د منځنۍ اسیا باغیان چې د اوزبکستان او تاجکستان بنسټ پالي يې قوي برخه جوړوي او د افغانستان او پاکستان اسلامپاله باغیان ټول سره و نښلول شول،چې وزیرستان د دوی لپاره سټراټیجیکه نقطه وټاکل شوه ځکه چې شمالي وزیرستان د افغانستان سرحدي سیمو سره تړلی، تروریستان په اسانۍ سره کولای شي له شمالي وزیرستان څخه افغانستان ته د ورانکاره کړنو لپاره یو بل خوا تګ راتګ وکړي،او د افغانستان له  لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته تګ راتګ وکړي.دا چې شمالي وزیرستان د کراچۍ بندر ته نږدې پروت دی په اسانۍ نړیواله اقتصادي مافیا د بنسټ پالو په وسیله د تور اقتصاد او مخدره موادو د لېږد جریان د دوبۍ تر بازارونو تنظیموي چې د بنسټ پالو ستره اقتصادي سرچینه بلل کېږي. همدارنګه د منځنۍ اسیا د وسلوالو ډلو د تجهیزولو د لوی مرکز په توګه د هغو هیوادونو لخوا  کارول کېږي څوک چې د منځنۍ اسیا جګړه توده ساتي او ګټې  یې په کې نغښتې

راځو بل اړخ ته دا چې جګړه څوک په مخ وړي؟
د جګړې موخې څه دي؟
ټول پوهېږي،چې پردۍ جګړه ده

 خو موږ په دې را څرخېږو چې د شمالي وزیرستان د خلکو ژوند په هر اړخیز ډول زیانمن شوی مګر نړیوالې بشري او حقوقي ټولنې هېڅ غږ نه پورته کوي د شمالي وزیرستان د خلکو په حقوقو يې سترګې پټې کړې
ایا د وزیرستان خلک انسانان نه دي؟ یا دوی کوم حقوق نه لري؟ یا نړیوالې حقوقي ټولنې د ځانګړو انسانانو له حقوقو دفاع کوي؟
که داسې وي بیا دې د بشر د حقوقو مدافعان ځانونه نه ګڼي
قبایل له څو اړخونو و ځپل شول،او لا دا لړۍ دوام لري یو خوا تېر څوارلس کاله په مسلسل ډول بنسټ پاله باغیانو د وحشت تر وروستۍ انتها ټول انساني چوکاټونه مات کړل او د پردۍ جګړې په اور یې ټولې قبایلي سیمې او د کرښې دواړه خوا پښتانه وسوځول

دویم تر ټولو زیات  زیان او وحشت د پاکستان د پوځ هغه ظالمانه عملیاتو قبایلو ته واړولو چې ظاهرآ د باغیانو د ټکولو لپاره وښودل شول.خو په حقیقت کې د یاغیانو او دهشتګرو لپاره د لا ښې زمینې او د دهشتګرو امپراتورۍ د رامنځته کولو لپاره سیمه پوځ وټکوله او ټول قومي جوړښتونه او قوتونه یې له منځه یوړل. دا ظالمانه لړۍ د جنرال پرویز مشرف له حکومت پيل تر نن ورځې دوام لري.تر دې چې په نږدې وختونو کې د سیمې د اوسېدونکو لخوا داسې سترګو لېدلې پېښې په نښه شوې چې د پاکستان پوځ کیمیاوي وسلې د ازمایښت په موخه د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو د پاکستان د هوايي ځواک لخوا کارول شوې،چې نښې نښانې یې لیدل شوې او د پاکستان پوځ په خپلې ټولې بې شرمۍ او د ټولو انساني او بشري نړیوالو تړونونو خلاف عمل تر سره کړئ او دوام لري.مګر ټولې نړۍ او په نوم د بشري حقوقو مدافعانو سترګې پټې کړې او د پاکستان د دهشتګر پوځ کړنو په خلاف یې هېڅ غږ پورته نه کړ. په دې وروستیو کې د شمالي وزیرستان اړوند یوې کورنۍ ټول غړي د پوستکي په نامعلومه ناروغۍ اخته شوي چې ځاي ډاکټرانو یې لامل د کیمیاوي وسلو د کارونې له کبله ښودلای. موږ له نړیوالو بشري ټولنو او د کیمیاوي وسلو د کارونې نړیوالې ادارې څخه انساني هیله لرو چې په وزیرستان کې د پاکستان د هوايي ځواک له خوا د کارول شویو کیمیاوي وسلو په اړه څېړنې وکړي او د پاکستان د پوځ د بشریت ضد جنایتونه مخنیوی وکړي. او د دې ستر جنایت عاملین نړیوالې محکمې ته کش کړي تر څنګ یې له نړیوالو بشري ټولنو غوښتنه کوو، چې د پاکستان دولت سره ټولې مرستې و ځنډوي او د پاکستان په دولت اقتصادي بندیزونه ولګوي تر څو چې د پاکستان دولت د کیمیاوي وسلو جوړونې لړۍ په مکمله توګه بنده نه کړي باید له اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې وساتل شي

Fata
که د پاکستان د دولت د کیمیاوي وسلو کارونې لړۍ په قبایلي سیمو کې و نه درول شي ښای د پاکستان د پوځ څخه کیمیاوي وسلې د دهشتګرو تر لاسونو ورسېږي

که چېرته کیمیاوي وسلې دهشګرو ته په لاس ورغلې ټولې نړۍ او د سیمې نږدې هیوادونو کې به ستر ناورینونه رامنځته شي. په زیات احتمال که کیمیاوي وسلې د داعیش لاس ته ورغلې د منځنۍ اسیا هیوادونه او چین به له ستر ګواښ سره مخ وي ځکه Shafiq Karaوزیرستان کې د چین د یاغوریانو بنسټ پاله غورځنګ او د اوزبکستان باغیان هم شتون لري چې په اسانۍ سره کولای شي کیمیاوي وسلې تر لاسه کړي. چین او د منځنۍ اسیا هیوادونه باید په جدي ډول د پاکستان دولت تر اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې راولي او د پاکستان د کیمیاوي وسلو د جوړونې لړۍ و دروي

لیکوال : شفیق کره
برېښنالیک : shafiqkara2016@gmail.com

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...