Home / Pashto News / شیندي ګل مشاعره او شمالی وزیرستان کښې فکري بدلونونه/ ګوهر وزیر

شیندي ګل مشاعره او شمالی وزیرستان کښې فکري بدلونونه/ ګوهر وزیر

Rana1

شیندي ګل مشاعره او شمالی وزیرستان کښې فکري بدلونونه.

ګوهر وزیر

د کډوالۍ د ژوند نه وړاندې هم پۀ شمالی وزیرستان کښې ما ډېرې مشاعرې لیدلې دي ، چې د هغې  اهداف د لمر غوندې هر چاته معلوم وو. او هر شاعر به د کوشش کولو چې زۀ پۀ مشاعره کښې دغسې نظم لا غزل او وایم چې وسله وال ګوندونه ورباندې خوشال شي. او دۀ ته ورباندې ډېر داد او ډاډ ورکړې شي.

rana4

شمالی وزیرستان کښې به زیاتره مشاعرې د وسله والو طالبانو پۀ مالی مرستو او ملاتړ کېدلې. او بیا دا همدغو وسله والو  د خوښې شاعران ورته را وستلې شول،

 شاعرانو ته به د نغدو نۀ پرته د کلاشنکوفونو پۀ شکل کښې سوغاتونه هم ورکولې کېدل،  پۀ سوغات کښې به کلاشنکوفونه اکثر د بره پښتونخوا شاعرانو ته ورکول کېدل ،او پۀ ګړد  وزیرستان کښې به یوازې دغسې سندرې او نظمونه اورېدل او  وائیل کېدل،  چې پۀ هغې کښې  به د وسله والو طالبانو ، د څنړیو،  بریتونو ، ډلو او ټولیو صفتونه کېدل،  چې هدف یې د سیمې ځوانان د جنګ د پاره پکتیکا، پکتیا او خوست  ته لېږل او پۀ سیمه کښې رعب او دبدبه بر قرار ساتل وو.

د وزیرستان  نه به  د شعر او شاعرۍ د لارې  امریکه، اسرائیل او هندوستان ته نېغ پۀ نېغه  دړکې ورکولې کیدلې ، د ملایانو سره سره د کفر او غدارۍ د ټپو لګولو کاروبار شاعرانو ښۀ پۀ درز  غوبل سره پېل کړی وو. هر هغه  سر او نظر به یې غدار خلقو ته معارفی کولو.  چې د تیارې پرضد به یې د رڼا طرفداري کوله. هر هغه فکر ته به یې پۀ بد نظر کتل چې د ټوپک او جنګ پۀ ځاي به یې د قلم او امن سره مینه کول او پالل غوښتل.

د مثال پۀ توګه

دچاسره به وۀ نکړي سودا زمونږ د وینو

بدل به ضرور اخلي بیت الله زمونږ د وینو

بنګړي پۀ لاس که شین منګی واخله ګودرته

چې نۀ درومې سنګر ته

خالي پۀ څنړیې څۀ شي

زۀ دې پۀ تورو غرو کښې شپې سباکومه وه بې ننګه

اې ولې شاته ولې پاتې شوې لا جنګه

غازي لالیه پکښې ګرزه لر او بر

چاته ټيټ چې نۀ کړې سر

دادې خپل وزیرستان دے.

یا

مشې پۀ نظر عجیبه ښکلې ځواني لرې

وه غازي لالیه تورې څنړې هیبتی لرې.

یا دا

جار غازی لالی مې هر دښمن ته پۀ ټټر ورځي.

داسې معلومېږي لکه بازچې پۀ کوتر ورځي.

خو د دغې شاعري پۀ نتیجه کښې نه خو سپینه مڼۍ را وغورزېده او نۀ بیت المقدس او کشمېر اذاد کړې شو. البته ته وزیرستان لوټې لوټې شو کورونه بازارونه وران ویجاړ شول، پۀ لکونو خلق بې کوره او پۀ نوروسیمو کښې پۀ تمبوانو او د کرایې پۀ کورونو کښې د کډوالۍ او بې وزلۍ پۀ ژوند تېرولو مجبور کړې شول.

Rana2

ولې د کډوالۍ ژوند نه پس پۀ شمالي وزیرستان کښې یو نوی ژوند او مثبت بدلون پۀ نظر رادرومي. پۀ زلمو کښې سیاسی،  قامي او اجتماعي شعور خور شوی دي

چې ژوندی مثال یې  د کال دوزره اتلسم د مارچ د اولسمې نیټې د شیندي ګل مشاعره ده

 د رڼا پښتو ادبی ټولنه میران شاه د سیوري  لاندې میرانشاه کښې د  شندي ګل مشاعرې پۀ مهال د شمالی وزیرستان د شاعرانو لا وړاندې کړې شوي  شاعري ته که مونږ وګورو .

نو یو ښکاره مثت بدلون پکښې راغلے دے.

د سامراجی قوتونو، طالب،  ملا ، پولیټیکل ایجنټ او ملک پۀ کردارونه  یې د شعر و شاعرۍ دا لارې بشپړه رڼا اچولې ده ،

او هغه ټول کردارونه یې خلقو ته ور پۀ ګوته کړل.

د چا پۀ وجه چې شمالی وزیرستان کښې ضرب عضب عملیات شوی دی. چاچې دغه عملیات کړي دي. د چا پۀ وجه چې دا شمالی وزیرستان خلق د موجوده حالاتو سره مخ دي

د خوشال خټک نه وروستو یو شاعر هم د خپلو احساساتو،  جذباتو او نظریاتو دومره برملا اظهار نۀ دے کړے. لکه دغه شیندي ګل مشاعره کښې چې  د وزیرستان زلمو شاعرانو کړېدی

rana3

یو وخت وو چې پۀ شمالی وزیرستان کښې به د  قلم، خاورې او قام د پاره شاعري کول ګناه کبیره ګڼلې کېده.

ولې پۀ دې مشاعره کښې چې کومه شاعري وړاندې کړې شوېده

دغه بیخی بدله وه دغه بیخي د پښتون قام پۀ ګټه وه

چې زۀ د شاعرانو  دې جرات ته سلام هم  کوم او ورته ګوته پۀ خلۀ هم یم .

د مثال پۀ توګه د مشاعرې څو شعرونه

(او ځنې داسې شعرونه هم وو چې ماته یې بیخي ډېر خوند راکړے  ولې د بده مرغه د پوسټ کولو جرآت یې نۀ شم کولے)

که دې تور مخي لا جنت ورکوې

نو     ربه    ماته   جهنم   راکه

حبشي داوړ

دغه تور مخی د لاهور قاتلان

دې مې د خاورې او شعور قاتلان

داچې نړۍ ته ور پۀ ګوته یې کړل

ځکه غصه دي پۀ منظور قاتلان

اریان داوړ

زما یې خوار اولس ته اور ورته کړو

دوي  به تکبیر تکبیر  نعرې  کولې

سره دادې چې تش لینده پۀ کور کښې هم نۀ لرو

بیا هم بمونه توغندي تړي پۀ مونږه پورې

مضطرب داوړ

بازار دې د میرعلی میرانشاه که دته خېل دے

خرڅ کړی دې خاین هر یو بازار دې د وطن

سیماب داوړ

خالی دا خبره نۀ ده چې زۀ لمونځ پۀ جامه نۀ کړم

دا ډېر څۀ نه مې زړۀ تور دی د ملا لا برکته

سترمنې خویندې میندې ګوره بیا وهي مخونه

پۀ تمام کلي کښې شور دی د ملا لا برکته

شېرون داوړ

پرون مې بیا پۀ یو دېوال یو قلمکار ولیدو

پرون مې بیا پۀ یو دیوال پورې غدار ولیدو

دپنجابیاونو تصویرونه یې پۀ جار جوړول

د قاتلانو تصویرونه یې پۀ جار جوړول

سالار وزیر

دغه بایللی او کمزوري خلق

د خداي پۀ نوم اخپل نومونه ګټي

دا د ممبر سړي دي لوي جادوګر

چې د نیکۍ پۀ ځاي نوټونه ګټي

بیزار داوړ

ذاکر وزیر

چې تا پۀ کومه کرښه پښتانه سره بېل کړی

اخر به پۀ دې کرښه پښتانۀ سره یو کېږي

مشفق داوړ

دتا د کور پۀ دروازه کښې باچاخانه بابا

تور پنجابیان د پښتانو نه تلاشي اخلي

سلار وزیر

چاچې وژلی د مذهب پۀ نوم وو

هغه سړے هم پۀ بل دین وختو.

اول دې خپله خلۀ صفا او وینځي

بیا دې پرې نوم د باچا خان اخلي

مخلص هرمز.

زۀ دې را اوویستم لا کوره پۀ خالي لاسونو

بیا دې راړنګ کړل پۀ بارودو سمه غر د وطن

صادق وزیر

پۀ وسائیلو دې قابض دی تور خامار پښتونه

پاسه بیدارشه ځان ته او غواړه اختیار پښتونه

ځان نه علي ځان نه محسن ځان نه منظور جوړکه

داچې د شر د لاسه وران دے دا خپل کور جوړ که

چې دې بچي پۀ کاڼو نۀ ولي مزار پښتونه

نورخان عاجز

دامنظور به هم تورېږي دا دخپل وخت باچاخان دے

باچان اوس هم سپین نۀ شو ګني روس هم مسلمان شو

جمال داوړ.

پښتانۀ لا پښتنو نه لرې تښتي

چې وطن ته یې لاهور رانژدې کېږي

دې تور مخي خو لا ژونده یمه ویستے

دا ظالم خو راته نور رانژدې کېږي

د پښتون پۀ کاروان څۀ وشو بچیه

هره شپه مې راته مور رانژدې کېږي

مغموم وزیر

هرڅوک کوي پخپله د خپل کور څوکیداري

دا امن پۀ نامه خزانې خوري اسلام اباد

محسن وزیري

خلق لا یوې تورې بله دومره یرېدلي دي

پورې یې ماښام ورپسې ورونه دي غږ نۀ کوي

عصمت وزیر

داځل سپرلی که هم سنګار نۀ شي توان به وشي

پۀ ګلدارو کښې که ایسار نۀ شي توان به وشي

پۀ داسې وخت کښې چې جرس د خپلواکۍ کړنګېږي

که ولسونه رابیدار نۀ شي توان به وشي

دیدار وزیر

 پۀ مشاعره کښې د نورو ټولو شاعرانو  شعرونه  د نوټ کولو قابله وو. چې هغوي ته ملامت یم پۀ خاصه توګه د وطن مل وزیر او څو نورو زلمو شاعرانو شعرونو کښې بیخي د وزیرستان د عامو اولس د زړونو او هغه ترجماني هم شوې

کومه چې څوکانونه وړاند ې پۀ بند کوټه او تهایی کښې د خان سره هم چانۀ سوه کوله.

پۀ دې مشاعره کښې زیاتره  شعرونو کښې د پښتون ژغورنې غورزنګ هلې ځلې او ملاتړ پۀ اړه هم لیکل شوي وو

د قام روښانه مسقبل او د نوي ژوند اومېد  وو پکښې.  مزاحمت او د دور د رویو او جبر مزمت وو

د يادولو وړده چې د نن نه څو کالونه وړاندې  رڼا پښتو ادبي ټولنه ميرانشاه  پۀ دغسې وخت او حالاتو کښې پۀ شعوري توګه پۀ وجود کښې راغلې وه ،  څۀ وخت چې د شمالي وزيرستان  زياتره ادبي تنظيمونو لا خو پۀ تيارۀ کښې ضم شوي وو لا د ضم کېدو پۀ حال کښې وو او لا يې ادبي هلې ځلې ختم کړې لا کمې کړې وې

ګوهر وزیر

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...