دلته شمالي کوریا ته چې کله ټوریسټان یا په رسمي سفر خلک راځي نو یو ځانګړی بس یې ورته نیولی وي. چې چلوونکی یې هم د دولت کس وي او د سفر لارښود هم د استخباراتو غړی. هیڅوک ترېنه کونه نشي ښورولای او هر هغه ځای ته چې د هغوی زړه وي تا وړي. ته نشې ویلای چې پلاني ځای ته ځم.
موږ یې د کیم جونګ اونګ د نیکه یوې لویې مجسمې ته بوتلو چې څوک یې لاندې ودرېږي او پاس وروګوري نو خولۍ یې له سره لوېږي
دا چې زه بهرنی یم نو خلک فکر کوي چې ښې پیسې به راسره وي. یو کس زما د پتلون نه بټوه وویسته او منډه یې کړه په یو دولتي سټور ورننوت. ما هم بې له ځنډه ورمنډه کړه. هلته چې مغازې ته ورسېدم لس دوولس کسه ولاړ ول سودا یې کوله. دلته د ټولو شکلونه یو رنګ دي او ما نه پکې غل ورک شو. دا یوازې د څېرو خبره نده بلکې دلته د خلکو د ویښتو او کالیو سټایل هم ۸۰ سلنه یو شان وي. هر نايي ته چې ورشې نو د دولت لخوا سړیو ته د ویښتانو ۱۰ سټایله منظور شوي او خلک نشي کولی بل سټایل ویښټه جوړ کړي. تر ټولو مشهور سټایل بیا د ولسمشر کیم جونګ اون دی. لار کې چې څوک روان وي نو هر سړی ورته کیم ښکاري. دلته کوبای پتلون هم په خلکو بند دی او دولت وايي چې دا د امریکا او د استعمار نښه ده. نو کله چې ما نه سړی ورک شو بس په خپلې خالي بټوې پسې مې زړه خوږ شو. او شکر مې وویست چې ښه وه چې ټولې پیسې مې پکې نه وې ایښې. یو څه مې جورابو کې هم ایښې وې
دلته له اوسېدو راهیسې ما ته د دې اندازه لګي چې په یو دیکتاتوري هېواد کې ژوند کول څومره سخت کار دی. انسان ویښته او کالي هم په خپله خوښه نشي کولای. بیا په هېواد کې هغه خلک رایاد شي چې اوس هم د طالبانو لکۍ پسې د
دلته که چا ولسمشر کیم جونګ اون پسې په خوب کې هم خبره وکړه نو دوه ورځې له ډاره ډوډۍ نشي خولای خو زموږ وطن کې بیا ډیموکراسي ده الحمدلله! زموږ رسنۍ دومره ښکرورې دي چې د ولسمشر له کالیو نیولې دهغه تر خبرو پورې په هر څه راپورونه جوړوي او نر شانته یې خپروي
دلته که چا ولسمشر کیم جونګ اون پسې په خوب کې هم خبره وکړه نو دوه ورځې له ډاره ډوډۍ نشي خولای خو زموږ وطن کې بیا ډیموکراسي ده الحمدلله! زموږ رسنۍ دومره ښکرورې دي چې د ولسمشر له کالیو نیولې دهغه تر خبرو پورې په هر څه راپورونه جوړوي او نر شانته یې خپروي
هلته که چا د کیم نوم هم غلط ولیکو نو البته وبښئ په ډانګ یې وهي
خو مطلب کله چې بېرته بس ته راغلم او دولتي کسانو ته مې کیسه کړه نو ویل یې ته دې راپور ولیکه موږ به کس پیدا کړو او اعدام به یې کړو. زه حیران شوم چې په یوې بټوې سړی اعداموي نو دا خو ډېر بد کار دی. بس له راپوره تېر شوم ما ویل ما وربخښلي. او بیا د هوټل لور ته ورو ورو وخوځېدو
دلته به یو څه موده نور هم یم بیا بېرته وطن ته ځم. اخونزاده، خلقي، سېکولر، اسلامالدین، ګاونډی او نور مرګري مې سخت یاد شوي. خو د کوریا سفر نه مې ډېر څه زده کړل. ژوند رښتیا هم په ازادۍ کې خوند کوي او د ازادۍ قدر باید وشي. نه چې د ازادۍ نه په استفادې د ازادۍ سپکاوی وشي
ښه خبرې رانه لکه چې اوږدې شوې. مقصد بل ځل به وطن کې ګورو پخیر. د ځان خیال ساتئ. په بچو او کورنۍ پام کوئ او د سړک غاړې غاړې ته ځئ چې موټر مو ونه وهي.
لیک: نورمحمد ضیا