سندرغاړي وژغورئ/نجیب زیری
Posted by: The Pashtun Times
in PASHTO CORNER
July 23, 2017
546 Views
پښتونخوا دې تل اباده وي سایله
د ګلونو سندرغاړي پکښې اوسي

د شیکسپېر دا خبره مې زړۀ ته کوزیږي ” که موسیقي د روح غزا وي نو خامخا یې وغږوئ”. او هو د روح غزا ځکه ده چې ډیر تراخه حقیقتونه که د موسیقۍ په سا رې ګا ما پا دا ني سا کې ونغاړلی شي نو په هر اوریدونکي خواږه لږي. په پښتونخوا او په تیره تیره په لر او بر افغان وطن کښې تر ډیرې مودې د سندرو ځایې ویرونو، کریکو او ساندو نیولی دی. هره کوڅه په وینو سره ده. هر یو زړۀ پرهر پرهر دی. هر سترګه د بارود په لوګو ترخه ده. هره ککرۍ له وحشتونو ډکه ده. په داسې حال کې چې چا یکه زار، یاقربان له ستوني نه ویستی دی هغه په پرهر پرهر زړۀ لکه مرهم لګیدلی دی. او د څو لحظو دپاره یې د غم نه ډک مخونو باندې لکه د خوشحالۍ د شمال غزونې کړي دي.
په پښتنه سیمه کې وخت په وخت رباب ، منګی، باجه، سرینده، دوکړۍ او نورې الې د وحشت ښکار شوي دي. او د دې سره ډیر ګلالي سندرغاړي یا وژولی شوي یا ژوبل شوي او یا د وطن په پرېښودو مجبوره شوي دي. په وژلی شوو سندرغاړو کې د غزاله جاوید نوم د هیچ چا نه هېر نه دی. ډیرو سندرغاړو وطن پرېښی دی. پښتونخوا وطن اوس هم د سردار علي ټکر او هارون باچا کمی محسوسوي. خو د کړکیچنو حالاتو له کبله د پښتونخوا سینه لا د دې جوګه نه ده چې په روڼ تندي خپلو بې کوره شوو سندرغاړو ته هرکلی اوایی. او څنګه به ورته هر کلی اوایي چې تیره شپه د اغلې زرڅانګه په کور حمله وشوه. اغلې زرڅانګه بي بي او د هغې زامن پکښې ژوبل شول. د زرڅانګې جادوګر غږ د پښتونخوا په غر او سم لکه د لمر د پلوشو غزونې وکړې. اغلې په خپلو ټپو کښې د پښتنې ټولنې هر اړخ وڅیړو او هر غوږ ته یې د پښتنې ټولنې دا خواره ورځ اورسوله.
چې زرڅانګې به یکه زار کړو نو په کور کې پروت ریډو ته به لویې واړه راغونډ شو او د زرڅانګې په غږ به یې زړۀ ته سکون میلاؤ شو.
خو لکه څنګه چې مونږ ټولو ته معلومه ده چې په پښتونخوا وطن کې هغه څوک زورول کیږي څوک چې ژوند ته ښکلا بخښي. هم دغه شان د زرڅانګې د غږ ټپولو دپاره څو وحشیانو په اغلې یرغل وکړو. دغه یرغل په پړوني یرغل دی. دغه یرغل په تورسری یرغل دی. او دغه یرغل په پښتو یرغل دی. د دې یرغلونه مخنیوی پکار دی. مونږ له یواځې غندنې کول نه دي پکار. بلکې د دغې تورو بالاګانو پلټنې پکار دي کومې بلاګانې چې زمونږ د ژوند خواږه تروړي.
لیک: نجیب زیری
2017-07-23