زمونږ په ټولنه کښې د ټولنیزو رسنیو کارونه او د خلکو پر ژوند یې د منفي اغیز څنګه مخه ونیسو؟

منزه شهید

منزه شهید

ټولنیزې رسنۍ اوس تر یو حده د هر چا د ژوند برخه ګرځیدلی. زه هم دغه رسنۍ د خپل کار لپاره ډیر کارومه. څو ورځو راهسې یوې موضوع مې پام راګرځولې وو او هو ډیره یې نا هیلې کړی هم یم. کله چې مې د فیسبوک پاڼه خلاصوم نو ګورم چې ځینو کسانو د خلکو شخصي ویډوګانې لکه د خلکو د واده مراسم، کورنۍ غونډې، د ښځو شخصي مجلسونو او د پردیو جونو تصویرونه پر خپلو پاڼو شریک کړي او بیا یې د فیسبوک ملګري پرې تاوده بحثونه او د اخلاق د چوکاټ څخه بهر کمنټونه کوي. د دې کار سره خو ګمان کوم چې هغه تن به پر خپل فیسبوک پاڼې د ډیرو خلکو پام راوګرځوي او د دې عمل نه به خوند اخلي. خو کله مو فکر کړی چې که ستاسو د کورنۍ جونو یا میرمنو څخه د هغوي موبایل یا داسې کوم بل څه ورک شي چې پکې د هغوي شخصي تصویرونه یا ويډیوګانې وي او بله ورځ یې د چا پر پاڼې وګورۍ نو بیا به هم د نورو په څیر پرې بحثونه کوۍ ؟

د نړۍ پر هر ګوټ ګښې په میلیونونو خلک د خواله رسنیو څخه کار اخلي، څوک پرې خبرونه ګوري او څوک ترې نور مهم معلومات ترلاسه کوي. خو له بده مرغه زمونږ په نړۍ کښې یو شمیر کسان یې اوس هم د خلکو د ځورونې لپاره کاروي. راځئ چې په خپل ټولنه کښې بدلون راولو. هر هغه کس چې ناشایسته کار کوي هغه ته لارښوونه وکړو نه چې د هغوي په ناسمه کار کښې ورسرره مل شو. ستاسو په یو مثبت ګام اخیستلو د یو چا کور د ورانیدو څخه ژغورل کیدای شي

لیکواله: منزه شهید

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: