Home / Uncategorized / رسنۍ او خدای بخښلې ببرک شینواری

رسنۍ او خدای بخښلې ببرک شینواری

unnamed

رسنۍ د نړۍ په هر ګوټ کې په مکمل توګه بې پرې وي او هغوي‌ د هیڅ کوم ښي‌ او چپ ګوندونو طرفداري نه کوي، بلکه د هغوي وظیفه ولس ته په وخت سم او بې پرې خبر ورسول دي، مګر له ډېرو کړو وړو داسې پته لګېږي چې په هېواد کې دننه او د باندې ټولې هغه رسنۍ چې فعالیت کوي بې پرې نه دي بلکه لکه د نورو نړېوالو رسنېو په څېر جنګي رسنۍ دي. دوي یواځې د جنګ خبرونه خپروي، او هغه یواځې یو مالوم ټولګي د خلکو په خدمت کې دي.

ولس د رسنېو دا بې غوري هم ویني، مګر لا غبرګون يي نه دې اوښودلی. مونږ وینو چې د یو جنګي مجرم، تروریست، قوماندان، مولا او د یو پاټکي په مرګ رسنۍ دلته څومره ډېره پاملرنه کوي مګر د یو نېشنلیسټ، وطن پال او په هیواد مئین کس په اړه بیا یو خبر په اندازه هم نه نشر کېږي. زه نه غواړم چې د رسنېو په اړه دغه بحث کوم بل طرف ته یوسم او اصل موضوع چې غواړم له تاسې سره خپل نظر پرې شریک کوم بل لوري ته بوځم نو له همدې امله غواړم خپل مطلب طرف ته راشم. دوه اوونۍ وړاندې یانې د روانې میاشتې مارچ په څلورمه نېټه د افغانستان یو خواخوږی او ريښتینی بچی له دې نړۍ وکوچېدو، چا چې خپل ټول عمر ددې هېواد په خدمت کې تېر کړو مګر افغان رسنېو د هغه په اړه یو خبر قدر هم نشر نه کړو. د هېواد دغه مرحوم او ريښتینې بچي د افغانستان لپاره د ژوند تر اخره د یوې نه ماتېدونکی حوصلې سره مبارزه وکړه او تر اخره هیڅ زور، ظلم او جبر دې له خپلې لار څخه په اوښتلو مجبور نشو کړای.

د افغانستان دغه ریښتینې، تکړه او هوښیار سیاستوال، په افغانستان مئین او د ولس د ګټو ستر مدافع مبارز خدای بخښلی ببرک شینواری یادوم څوک چې د نن نه اویا کاله وړاندې په ۱۳۲۰ کال کې د ننګرهار ولایت د نازیان ولسوالۍ د څپرې په کلي په یوې پاکې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

مرحوم ببرک شینواری په ۱۳۲۷ کال د ستر او پياوړي شاعر رحمان بابا لیسې په لومړي ټولګې کې شامل او په ۱۳۳۹ کال د یو فعال او لایق زده کوونکي په توګه د نوموړې لیسې څخه په عالي درجه بریالی فارغ شو. خدای بخښلي شینواري په ۱۳۳۹ کال کې د پکتیا ولایت د خوست لوي ولسوالۍ د لېسې د ښوونکي په حیث مقرر او په همدغه کال کې د هېواد د اکثریت خلکو د ګټو د دفاع په خاطر د وخت د حکومت لخوا زنداني او د بند د تېرولو وروسته د څه مودې لپاره د رسمي دندې د اجرا څخه محروم پاتې شو. نوموړی وروسته د مخابراتو په وزارت کې د مامور په حیث دنده ترسره کړه او د هغه څخه وروسته په افغانستان بانک کې په دنده وګمارل شو. نوموړی په ۱۳۵۷ کال د ثور د خلقي پاڅون څخه وروسته د ځوانانو د خلقي سازمان د رئیس په توګه په پوره صداقت او د خلکو سره په ځانګړې مینه خپله ورسپارل شوې وظیفه سرته ورسوله.

خدای بخښلې شینواری په ۱۳۵۸ کال کې د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت د معین په توګه مقرر او د همدې کال د مرغومي میاشتې تر شپږمې نېټې پورې په پوره ایماندارۍ او صداقت افغان ملت ته د خدمت په روحیه دنده سرته رسولې ده. مرحوم شینواری د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نېټه د شوروي اتحاد د دولت منحرفې رهبرۍ د غلط سیاست او د هغه دولت ظالمانه یرغل او اشغال په درشل کې زنداني او د بې شمېره روحي او فزیکي شکنجو په تېرولو سره د ۹ کاله زندان وروسته ازاد شو. د زندان له راخلاصېدو وروستو پیښور ته له خپلې کورنۍ سره مهاجر شو او د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو څخه وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو، نوموړي د اساسي قانون د تصویب په لویه جرګه کې د ننګرهار د خلکو د رالېږلي استازي په توګه فعاله برخه درلوده. نوموړی د هغه محبوبیت له مخې چې د ننګرهار په خلکو کې يي درلود د ولسي جرګې د غړي په توګه وټاکل شو.

مرحوم ببرک شینواری یواځې د قوم، ولسوالۍ او ولایت په سطحه سیاست مدار نه دې تېر شوې بلکه د هېواد په سطحه یو داسې د لوي او پراخې سینې سیاست مدار ؤ چې په پوهه، حوصله، نرم مزاجۍ او تدبیر يي ټول خلک قایل دي. هغه په دې وروستېو کې د لراوبر ولسونو ترمینځ د همغږۍ د رامینځته کولو لپاره هم ډېرې منډې ترړې ووهلې، مګر د وخت جبر او په محکومه پښتونخوا د پنجاب د ظلم او زیاتي له امله مرحوم شینواري دغه تحریک ناکام کړل شو او هغه يي‌ فعالیت ته پرې نه ښودلو.

د ټولو رسنېو څخه مو هیله دا ده چې لږ تر لږه د هېواد ریښتینې بچیانو او هغو خلکو ته چې خپل ټول عمر يي د هېواد لپاره په مبارزه کې تېر کړی وي هم توجه وکړي او په راتلونکي کې دغه ډول بې غوري بیا کله هم تکرار نه کړل شي. که ريښتینې غواړئ چې خدمت وکړئ نو تر دې بل لوي خدمت نشته چې افغاني، پښتني او ددې خاورې اصلي بچیان له یاده ونه باسئ بلکه کوښښ وکړی چې راتلونکي او ځوان نسل دغه ککرۍ وروپېژنۍ چې دوي څوک ول؟ څه يي کړي او د چا لپاره يي دا دومره مبارزې کړې دي.

هغو هېوادوالو او دوستان چې په لندن کې مېشت دي، غواړي د خدای بخښلي شینواري په فاتحه کې برخه واخلي نو مهرباني وکړه نن (یکشنبه) په ورځ د هانسلو په مسجد کې د لس نیمو بجو څخه تر دولس نیمو پورې فاتحه اخېستل کېږي. مکمل ادرس:

Islamic integration community centre.531 Staines Road,Hounslow

Middlesex TW45DL Tel: 02085707978

افغاني جرڰة

دی پشتون ټایمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Babarra Massacre haunts Pakistani state

Photo courtesy: ANP Peshawar: The 73 years old Khudai Khidmatgars massacre is ...