Home / PASHTO CORNER / د یو جهادي کیسه

د یو جهادي کیسه

15713272_396900337318458_1255279481_nیو جهادي چې ډیر وخت یې په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې جهاد کړی وو، د هغه په بدن باندې د جنګ د وخت داغونه وو او د لاسونو ګوتې یی هم پرې شوې وې. یوه ورځ د امریکا په یو ښار کې د استخباراتو لخوا ونیول شو. هغه یې یو دروغ نیونکي ماشین ته کښینولو تر څو يې استخباراتو ته ټولې کارنامې څرګندې شي. پوښتنې ترې پیل شوې: • استخبارات: ته جهاد ته چا هڅولی وې؟ • جهادي: ما د خپل دین او وطن لپاره جهاد کوو. • استخبارات: تاسو ته د جهاد کولو جنګي وسایل چا درکول؟ • جهادي: مونږ ته هرڅه پاکستان او عربستان راکول. • استخبارات: په دې جنګ کې څوک ډیر وژل کیدل؟ • جهادي: افغانان وژل کیدل. • استخبارات: ستا ګوتې ولې پرې شوي دي؟ • جهادي: ما د موټرو یو کاروان ته بم ایښودو په همدې وخت کې بم وچاوده او زما ګوتې پرې شوې. • استخبارات : ته خو یو مسلمان یې باید دروغ ونه وايې ځکه ماشین وايي چې ستا ټولې خبرې دروغ دي. • ته باید حقیقت ووایې تر څو ته ازاد شې. • جهادي: د چا لخوا چې دا ماشین جوړ شوی باید داسې نه وای. زه د هغه چا لخوا دروغو ته مجبور شوی یم چا چې تاسو ته د دې ماشین کارولو واک درکړی. که چیرې تاسو غواړئ په حقیقت او دروغو ځانونه خبر کړئ نو هماغه سیاستمداران همدې ماشین ته کښینوئ. ځکه هغوی به تاسو ته په دې ماشین کې په ډاګه کړي چې د دې ټولو جنګونو او ظلمونو عاملین دوی خپله دي.

امیرخان منګل

 

دی پشتون ټایمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...