Home / Pashto News / د کونړپخوانى والي فضل الله وحيدي اسلام اباد کې لادرکه شوى دى

د کونړپخوانى والي فضل الله وحيدي اسلام اباد کې لادرکه شوى دى

Wahidi

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او پوليسو دا پېښه تايد کړې ده خو نور تفصيل ېې نه دى ورکړى

د نوموړي په اړه ويل شوي دي چې د يوه اروپايي هېواد ويزې ترلاسه کولو لپاره دى اسلام اباد کې و. نوموړي سره يو ١٢ کلن لمسى هم و هغۀ ته څه نه دي ويل شوي

د هغه لمسي وروسته ويلي ” چې څو کسان په دوو موټرو کې راغلل او هغه يې خپل موټر ته وخېژولو”

دوى يو رستورانت ته تللي وو چې دا پېښه رامنځ ته شوه. تراوسه نه ده معلومه چې ښاغلى وحيدي د څه مقصد لپاره وړل شوى، خو پوليس وايي د هغۀ د موندلو هڅې يې پېل کړې دي. په اسلام ابباد کې افغان سفير هم وايي په دې لړ کې يې پاکستاني چارواکو سره تماس نيولى دى

فضل الله وحيدي په تيرې يوې لسيزې کې څو کاله د کونړ او بيا د هرات والي و

(BBC)

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...