Home / Pashto News / د کانټننټل په بريد کې دکراچۍ دپاره افغان قونصل جنرال عبدالله پويان هم وژل شوی

د کانټننټل په بريد کې دکراچۍ دپاره افغان قونصل جنرال عبدالله پويان هم وژل شوی

Abdullah Poyan The Pashtun Times

په کابل کې په انټرکانټننټل هوټل باندې ترهګر بريد کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونصل جنرال عبدالله وحيد پويان هم وژل شوی دی.

کابل کې یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل له ادارې څخه یې یادونه وشي، ډيوه رېډیو ته وويل په کانټننټل هوټل د وسله والو په برید کې په کراچۍ کې د افغانستان قونصلګرۍ لپاره تازه معرفي شوی قونصلر ډاکتر عبدالله وحید پویان سره د یو ځايی بل تن مدني فعال او خبریال احمد فرزان هم وژل وژل شوي دي.

سرچينې ويلي، پويان په دې وروستیو کې د پاکستان د خېبر پښتونخوایالت په پېښورکې دافغانستان له قونصلګرۍ څخه د کراچۍ قونصلګرۍ ته د قونصل جنرال په توګه معرفي شوی و خو نوموړي رسمي دنده نه وه پیل کړې.

سرچینې ویلي ، بلخوا افغان امنیتي چارواکو ویلي په کانټیننټل هوټل د وسله والو برید تر ۱۲ ساعتونو جګړې وروسته پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویلي ، هوټل ته ننوټي ۴ تنه بریدګر له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او د وسله والو پرضد پیل شوې عملیات پای ته رسیدلي.

دې وزارت ویلي ،په دې برید کې ۵ تنه چې یوه بهرنۍ میرمن هم په کې شامله ده وژل شوي او ۶ تنه نور چې درې تنه یې پولیس دي او درې نور ملګي وګړی دي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمي له ډیوې سره په خبرو کې ویلي ، په هوټل د برید په مهال افغان خواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۲۶ تنه چې ۴۱ تنه یې بهرني وګړي دي ، د اتوؤ میرمنو په ګډون ژغورل شوي دي.

په هوټل دغه برید تیره شپه شاوخوا ۹ نیمې بجې ترسره شو خو چاراکو یې د ورځې په ۹ نیمو بجو دپای ته رسولو خبر ورکړ.

نصرت رحیمي په هوټل د وسله والو برید د ژر نه مهاریدو په اړه ویلي :(( د دې لپاره چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ونه رسیږي که چیرې امنیتي ځواکونو عملیاتو ته چټکتیا ورکړې وايي له شک پرته چې ملکي کسانوته به ډیر تلفات اوښتي وايي خو له نیکه مرغه د څلورو بریدګرو په وژل کیدو او د کمو تلفاتو په ورکولو سره دغه پیښه پای ته ورسید.))

عیني شاهدانو ویلي ، د برید له پېل څخه ترسهار پورې د هوټل دریم او څلورم پوړونو کې اورلګیدنه دوام درلود ،خو چارواکو ویلي ،په دې برید کې هوټل ته هم زیان اوښتی ، یو شمیر برخې سوځیدلي او د اور وژنې ډله هم سیمې ته رسیدلې .

یوامنیتي چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط ویلي ،په هوټل د وسله والو دبرید په مهال دهیواد د ولایتونو دمخابراتي ادارو د لسګونو مسئولو کسانو غونډه روانه وه او دلوګر ،فراه ، نورستان او بدخشان ولایتونو دمخابراتو د ادارو ريیسان ټپیان شوي دي.

خود کورنیو چارو وزارت ویلي د برید په مهال د فراه د مخابراتو رییس وژل شوی خو د مخابراتو د نورو چارواکو د ټپي کیدو یا هم د وژل کیدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

دکانټیننټل هوټل امنیتي چارې په دې وروستیو کې یوې امنیتي خصوصي کمپنۍ ته سپارلي شوي دي.

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...