ډير وخت کيږي مونږ همدی فکر کی يو چې هيواد مو جهاديانو له روسانو او امريکايانو ژغورلی. نن هم د جهادي رهبرانو له خولو په ممبرونو همدا چيغي اورو چی هيواد مو له روسانو او امريکايانو د دين په مرسته ساتلی. خو دلته حقيقت دادی چی جهاديانو ملايانو د ډيورنډ کرښه په همدې جهادونو ساتلی. اوس هم ډيری لر او بر د جهاد له نوم دومره متاثره دي چې د ډيورنډ له کرغيړنی کرښې ځانونه نشي ازاد وی. خو د ملايانو او جهادي رهبرانو په دروغو غوليږي د کشميريانو لپاره ازادي اخيستلو ته ځانونه قرباني کوي. مونږ په دې پنځوسو کالو کې وليدل چې دا د ډيورنډ کرښه يوازې د افغانانو بيلولو او ځورولو د پاره ده نه د جهاديانو او ملايان د پاره. تر اوسه مونږ د کوم جهادي مشر او ملا نه دي اوريدلي چې د ډيورنډ کرښه يې غندلي وي او خلک يې يوالي ته رابللي وي. برعکس همدا جهادي ملايانو ددی کرښی غندونکې ځورولي او وژلي دي. همدا جهادي تنظيمونه دي چی د افغانانو وژلو د پاره کله په يو خوا ځانونه پلوري کله يی به بل پلوري. ددې کرښې اول نوم ناپوهي ده ځکه افغانان يې په مختلفو شکلونو په خپل منځي جګړو بوخت کړي دي. تر څو چې افغانان د پولې دواړو غاړو ته له دې ناپوهيو خلاصون پيدا نه کړي نشي کولی له خپل منځي جګړو خلک او هيواد وژغوري.
لیکنه: امیرخان منګل
دی پشتون ټائمز