Home / PASHTO CORNER / د څوارلسم او دولسم اګست ورځې/ ايمل خان ماندورې

د څوارلسم او دولسم اګست ورځې/ ايمل خان ماندورې

Aimal

څوارلسم اګست 1947ء هر کال د پاکستان د جوړيدو او د ازادې د ورځې په توګه مانځلے شې په دې ورځ د دنيا په نقشه کښې د يو نوې ازاد او خودمختار ماک اضافه وشوه, د پاکستان جوړونکو خلقو سره وعدې او دعوې کړې وې چې دلته به جمهوريت وې, هر چاته به برابر حقونه حاصل وې, د اظهار رائې ازادې به وې, حکومت به د خلقو د ځان او مال د حفاظت کولو ذمه وار وې او داسې نورې- خو ډير زر خلقو وليدل چې حکمرانانو په کرسو جګړې شروع کړې او خپلې وعدې او دعوې يې هيرې کړلې او کله چې په 12 اګست 1948ء د خدائې خدمتګار په بابړه کښې په يو پر امنه احتجاجې جلوس بې دريغه ګولې اوورولې شوې او ډير ځوانان, بوډاګان او ماشومان يې شهيدان او ژوبل کړل نو خلق پوهه شول چې خبره بل شان ده _ د بابړې شهيدان د ازادې نه پس ړومبنې شهيدان دې, د دوې ياد او ورځ مانځل په ټولو جمهوريت خوښو خلقو فرض دې. د بابړې په پر امنه جلوسو وريدونکو ګولو خلقو ته دا پيغام ورکړو چې په دې ملک کښې به د جمهوريت په ځائے د امريت, د انصاف په ځائے د بې انصافې, د عدم تشدد په ځائے د تشدد, د ديانت دارې په ځائے د بد عنوانې(کرپشن) د راست ګوئې په ځائے د دروغو او منافقت رواج وې. نتيجه يې ډيره زر ښکاره شوه ملک دوه ټوټې شو, مشرقې پاکستان بنګله ديش شو او باقې مانده ملک کښې هم هغه زړې پاليسې او روئيې جارې دې د کومو په وجه چې ټول خلق په تنور کښې ولار دې_ ضرورت ددې خبرې دے چې حکمرانان او ټول سياسې مشران خپلې رويئې بدلې کړې د ملک خارجې او داخلې پاليسې د خلقو د خوښې مطابق کړې, د بجلې بحران دې ختم ګرې شې, د تعليم يافته او بې تعليمه, بې روزګارو له د روزګار بندوبست اوکړې, د تعليم, صحت په حقله خپلې ذمه وارې پوره کړې, په ملک کښې امن او امان قائم کړې عدل او انصاف يقينې کړې, د وفاق او صوبو تر مينځه اختلافات ختم کړې او د ملک نه يو ريښتنې فلاحې رياست جوړ کړې_

لیکوال:ايمل خان ماندورې

دی پشتون ټایٔمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...