څېړوونکی او تحقیق کوونکی: اسدالله داودزی
د پښتون معاشرې د بېا راسپړنې او بېا رغونې د موضوعاتو لړۍ
(The Thematic Series of Deconstruction and Reconstruction of Pakhtoon Society)
د معاشرتي بېا راسپړنې او بېا رغونې د لړۍ سریزه او تعارف
د سختو خلکو او معاشرو لپاره سخت دود، دستور، رسم او رواج، ثقافتي اقدار اوارزښتونه او معاشرتي رواېات رامنځته شوي او ټاکل شوي دي، او د نرمو خلکو او معاشرو لپاره نرم دودونه ، رواېات او ثقافت رامنځته شوی دی. پښتون انسان که څه هم په قدرتي او فطري توګه سخت او زیږ و، خو د دده په سختوالي او زیږوالي کښې دغه سختو رواېاتو ، اقدارو او ثقافتونو (پښتونولی) هم د پام وړ کردار او لاس درلود
مونږ باېد نور له دې حالت څخه راووځو، روېې نرمې کړو،سوچونه آزاد کړو، فکرونه نرم کړو، چې نرم دودونه ، دود دستور، او نرم ثقافت رامنځته کړو او بالاخره ېوه نرمه ټولنه وجود ته راشي
خو دا هر څه به هغه وخت کېږي چې مونږ سخت ، قېد ګیره، ډوګماټست، مضره محافظه کاره او رواېتي دودونه او اقدار او ثقافت نرم او آزاد کړي نه وي او دغه غېر ضروري رواېات او معاشرتي ، مذهبي، ثقافتي، او تاریخي کلېشو، وهمونو، خرافاتو، بندیزونو، او سفسطو نه را ونه وځو، ددې هر څه لپاره لومړی ټولنیزه او معاشرتي بېا راسپړنه، بېا معاشرتي بېا رغونه او په آخر کښې ېو د پخوانېو او زړو او نوېو ، مترقي، جدیدو او آزادو ارزښتونو، رواېاتو، غوښتنو، هیلو ، آرمانونو ، ضرورتونو ، آدبېاتو ، وساېلو په رڼا کښې ېو نوی ټولنییز او معاشرتي تړون وکړو، چې له ېوې خوا د نړۍ او مهذبو قومونو او هېوادونو سره سېال او هم کتار شو او له بلې خوا به مو ددغو سختو رواېاتو، اقدارو، او ثقافتونو په نتیجه کښې چې هره ورځ د پښتون انسان تصورات، جذبات، نفسېات او احساسات ځپل کېږي، وژل کېږي او قتلېږي ، مخه نېولې وي چې پښتون انسان تش جسم، کالبوت او ډهانچه نه وي بلکې ېو مکمل، بشپړ، سېال ، پوره او آزاد انسان شي او د ژوند د آزاديو ، د فطرت له ښکلاؤ او آزادېو او د خپل ذات، نفس او دماغو د تصوراتواو تماېلاتو او د خپل زړه د جذباتو او احساساتو څخه په مکمله او آزاده توګه، خوند او ګټه واخلي او په انساني تهذیب په پرمختګ کښې خپله حصه او کردار ولوبوي
د پښتنو ټولنییزه او معاشرتي بېا راسپړنه او بېا رغونه اوس د وخت او ېویشتمې پېړۍ او صدۍ ضرورت او غوښتنه ده، که داسې ونه شي نو مونږ به د معاشرتي او کلتوري کړکېچ او ټکر سره مخامخ شو
د ېویشتمې پېړۍ او صدۍ موضوعات، ادبېات، لټرېچر، غوښتنې، هیلې، ضرورتونه، آرمانونه، مشکلات، ننګونې، ښکارندې ، سهولتونه، وساېل او امکانات، علوم، ډګرونه او…. په ډېرې تېزۍ، چټکۍ او هر اړخیز والي سره بدل شوي او لا بدلېږي. نو که مونږ ددغه پورته او نوموړو بدلونونو او خصو صېاتو او ځانګړتېاؤ په نظر کښې نیولو سره خپله معاشره او ټولنه او خپل معاشرتي رواېات، ارزښتونه، اقدار، نورمونه ، ثقافت او کلتور، دود او دستورونو او جوړښت بدل ، نوی او هم آهنګ نه کړو نو د مکمل معاشرتي او ټولنییز کړکېچ، ګډوډۍ او ټکر سره به مخ شو او معاشره به مو انحطاط او زوال وکړي
!ددې لړۍ لومړۍ برخه او موضوع
د پښتون وطن او معاشرې مړه نفسېاتو ، جذباتو، تصوراتو او احساساتو او د پښتون انسان تش کالبوت اوډهانچې ته ېوه کتنه
په پښتون وطن او معاشره کښې د پښتون قتل او وژنه هغومره پخوانۍ ده لکه څومره چې پښتونولي ده ېعنې له هغه ځاېه د پښتون انسان قتل او وژنه پېل شوه له کومه وخته چې پښتونولي مېنځ ته راغله. دا په دې معنا چې د پښتونولۍ د ځینو سختو ارزښتونو او اقدارو له کبله د پښتون وطن په حساسو او ويښو انسانانو کښې د ژوند ځینې حېاتي جذباتو، تصوراتو، نفسېاتو او احساساتو باندې بندیز او پابندي ولګېده او په پښتون انسان کښې دغه پورته جذبات او تصورات وځپل، مړه او ووژل شول چې په نتیجه کښې د پښتونولۍ په نوم پښتون ددغه معنوېاتو څخه خلاص او ېو تش جسم، کالبوت او ډهانچه پاتې شوه، او وروستي نسلونه هم همداسې پېدا، وزیږېدل او لوی شول چې دا دی د پنځه زره کلونو وروسته هم د پښتونولۍ دغه ارزښتونه ، رواېات او اقدار پالل کېږي
اوس راځو دې ته چې دغه تصورات، جذبات او احساسات څه وو او څه دي؟
هسې خو ډېر جذبات او تصورات په پښتون انسان کښې ځپل شوي او وژل شوي دي خو مونږ دلته دغه څو مهمو او حېاتي جذباتو او تصوراتو ته کتنه کوو، چې هغه د رومانس جذبات، د جمالېاتو جذبات او حس، د هنر حس او جذبات، د عاطفې ، ېو زړه والي او تلقین جذبات او حس د جدیدېت او مترقېت جذبات او تصورات او د روشن خېالۍ ، روشنفکرۍ او ازادخېالۍ تصورات او جذبات دي
دا ټول هغه څه وو او هغه څه دي چې تر اوسه پورې پښتون انسان ددې بندیز له کبله هره ورځ مري او وژل کېږي، د حېرانتېا خبره خو دا ده چې پښتون د خپل پنځه زره کلن تاریخ په ټولو جنګ ، جګړو او نښتو کښې په هغه شمېر او تعداد کښې نه دی وژل شوی لکه څومره چې د پښتونولۍ او د کلتوري او ثقافتي بندیز او پابندۍ د دغې ښکارندې له لاسه وژل شوی دی. د پښتون انسان د سخت، زیږ، تندلاره، متشدده، ګرم مزاجه، د غصې، انتقام، جوش او رواېت پسنده روېې ، چلند، سوچ او ذهنېت جوړولو او رامنځته کولو کښې د پورته بندیزونو او د بره جذباتو، تصوراتو او احساساتو د نه شتون ، ځپل او قتل ډېر رول او کردار دی
د پښتنې ټولنې او معاشرې د هر فرد، تن او وګړي ټول نفسېات ، تصورات، او جذبات زېانمن، زخمي او مات دي. ، مونږ د ماتو او زخمي نفسېاتو او جذباتو په معاشره کښې اوسیږو، په دې ماتو او زخمي جذباتو او نفسېاتو به څرنګه په دې نړېوال کلي او د انساني تهذیب په پرمختګ او پراختېا کښې خپله حصه او کردار ولوبوو، یواځینۍ کردار او حصه به مو د ماتو، ځپل شوېو او زخمي نفسېاتو او جذباتو څخه پېدا شوې او ټوکیدلی آدبېات او لټریچر وي چې هم مونږ مزل اومنزل پاتې او وروسته کوي او هم شاېد د نورو قومونو او ملکونو د تهذیب په ، ځغل او مزل آغېزمن او متاثره کړې
مونږ به په هره لړۍ او سلسله کښې دا لاندې نفسېات، جذبات او تصورات نوبت په نوبت د څېړنې او کتنې لاندې ونیسو
Romantic Feelings and Sense رومانس او رومانوي جذبات او حس
Aesthetic د جمالېاتو جذبات او حس
Artistic د هنر حس او جذبات
Empatheic د عاطفې ، ېو زړه والي او تلقین جذبات او حس
Modern and Progressive Imaginations and Thoughts د جدیدېت او مترقېت جذبات او تصورات
Enlightened and Liberal Imaginations of Thoughts د روشن خېالۍ ، روشنفکرۍ او ازادخېالۍ تصورات او جذبات
لیکوال:اسدالله داودزی
اسدالله داودزی د پښتونخوا د سنټرل ساینس کالج څخه په سیاسي علومو کښې لیسانس او د پیښور پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکوکښې ماسټري لري او اوسمهال د پیښور د قرطبه پوهنتون څخه ایم فل کوي. ددې ترڅنګ داودزی د ایکول اکسس نړیوالې مؤسسې سره د افغانستان او پاکستان د میډېا د ایکسچینج د پروګرام منیجر په حیث کار کوي او ترڅنګ یې د پی ایچ سی ایچ ېا د ترکیبي ثقافت او میراثونو له لارې د سولې او انسانیت بنسټ د ډایریکټر په حیث په انتها پسندۍ، دهشتګردۍ، تشدد او کلتوري، ثقافتي، او هنري موضوعاتو تحقیق او څیړنه کوي.
بریښنالیک: asadullah.daudzai@gmail.com