د پښتون تحفظ تحریک غونډو ته تگ قامي فريضه ده: ‏رحمت شاه سایل

وتلي پښتون شاعر رحمت شاه سایل ويلي دي چې دی د پښتون ژغورنې غورځنگ په پېښور کې غونډې ته ځکه ورغلی وو چې دا ورباندې قامي فرض وو. هغه د وي او ډیوه په خپرونه کې د یو تپوس په ځواب کې وویل چې چا ورته بلنه نه وه ورکړې او دخپله انده دغه غونډې ته ورغلی وو. ښاغلی سایل وايي

 

“خپله قامي فريضه مې پوره کوله، حاضري مې پکې لگوله”

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشرانو په اپيل د اپریل په اتمه نیټه په پېښور کې یوه درنه جلسه شوې چې د زرگونو په شمېره کې پکې پښتون اولس گډون کړې وو

ښاغلي سایل وویل چې د پښتون ژغورنې په غورځنگ کې د اولس سیلاب ورگډېږي

“دا د یو قامي تحریک شکل اخلي” د ښاغلي سایل په خیال که چري انصاف او نه شو نو دا تحریک هر قسم شکل اخستی شي

د ښاغلي سایل د قامي بې وځلیو ، شتمنیو او قام ته د ورپېښو چیلنجونو په موضوعاتو کړې شاعري تر ټولو زیاته مقبوله ده

ښاغلی سایل وايي دا تحریک د ېوې حادثې ورستو زیږیدلی دی خو مني چې د پښتنو په خاوره د پښتنو سره د تېرو ۴٠ کلنو راهسې ظلمونه کیږي

“پښتانه د ۴٠ کالو راهسې په جگړه کې دي، د ظلم ښکار دي، په خپل وطن کې مهاجر دي” هغه وویل د ظلم زغملو حدونه تمام شوي دي

“چې جام ډک شي بیا ترې اوبه توئېږي”

ښاغلي سایل وویل د پښتون ژغورنې غورځنگ د دردونو تحریک دی. د پښتون ژغورنې غورځنگ غونډې ته په یو شمېر نورو ورغلیو لیکوالانو کې، نورالبشر نويد، شيرین یار یوسفزی، ډاکټر سهېل، ډاکټر اعجاز، ډاکټر محب وزیر او یو شمېر نور شامل وو​

رحمان بونېری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: