ډاکټر اورنګ شاه فقير خيل د رحيم شاه فقير خيل کره د صوابۍ په مانکئ کلي کې په 1890ع کې زيږدلي وو چې شجر نسب یې دا رنګه ده :
اورنګ شاه بن رحيم شاه بن ثمر دين بن قمر دين بن شهيدالدين بن شيخ افريد ګل بن محمد صديق بن جميل خان ( فقير بابا ) بن شهباز خان بن يحي خان بن اکوړ خان بن درويش محمد
ډاکټر اورنګ شاه د پلار د وفات نه پس د هغه قابلي مور تربيت وکړو , لسم جمات یې په 1905ع کې د پېښور په سکول کې په اوچتو نمبرو سره پاس کړو. پیرنګي ډپټي کمیشنر هغه ته هغه وخت د تحصيلدارۍ پیشکش اوکړو خو ده هغه په فکر او خيال کې د پښتون قام او ژبي د پرمختګ او سوکالۍ د پاره غورځنګ وو هغه دغه پیشکش نه انکار اوکړو او پوه شو چې وس مې پیرنګي نور نه پرېږدي، لاړو جرمني ته د هغه ځاي نه بيا کيليفورنيا ته لاړو او هلته یې د په 1916ع کې د انجمن خېر خوا خان افغان په نوم انجمن جوړ کرو او په 1928ع کې یې د ازاد پښتونستان انجمن امريکه په نوم کيليفورنيا رياست سيکرامنتو کې بنياد کېښود چې دی یې رئيس شو او دغه شان د پښتونستان د تصور خالق وګرځيدو
ډاکټر اورنګ شاه به د پښتونستان ورځ په امريکه کې هر کال لمانځله. کله چې ډاکټر اورنګ خبر شو چې په پښتونخوا کې باچا خان د پښتنو د بيدارۍ او د پیرنګي خلاف یې بيرغ اوچت کړي دی نو بيا به ده د باچا خان د تحريک سره مالي امداد کولو
ډاکټر اورنګ شاه په امريکه کي يو لوي سايکاټست ډاکټر وو خپل هسپتال یې جور کړي وو د ډاکټر اورنګ شاه په امريکه کې د مايکل اورنګ سره واده شوي وو او د دري
زامن یې وو نومونه یې دا رنګه وو
سردار شاه، پښتون شاه، نعيم شاه او لور يې عائشه اورنګ