د پي ټي ایم جلسې له پښتنې ښځې څه هڅې کوي؟

ماه وش جلیل —

په پیښور کې په اتم اپریل د پښتون ژغورنې غورځنګ کیدونکې جلسې ته چې څنګه څنګه وخت لنډیږي د پښتنوخوا او قبایلي سیمو تر څنګ ټولنیزه رسنیو هم د خلکو غږونه سېوا شوي او د نورو خلک دې ته تیاروي چې په دغه جلسه کې په لوې شمېر کې ګډون وکړي

په ټولنیزو رسنیو یو شمیر خلک بیا داسې هم شته چې د دغه لاریون پرضد روانو کمپاېنونو برخه دي او د منظور پشتین او د هغه د تحریک لخوا شوي غوښتنو پرځاې په هغه پراپېګنډو خپرولو کې بوخت دي چې په ټولنیزو رسنیو روانې دي

خو د دغې پراپېګنډو په ځواب کې بیا په ټويټر یو شمیر پښتنو او غیر پښتنو ښځو او میرمنو خپل غبرګون ښکاره کړی او د نورو نه يې هم غوښتلي چې په دغه جلسه کې ګډون وکړي

د شاهده شاه کاکاخیل په نامه یوې میرمن د بل چا یو ټویټ خپور کړی چې پکې لیکل شوي ٫٫ د یو احتجاج مخه هم نه ده نیول پکار، که هغه چرته هم وي. دا د وگړو حق دی که په پرامنه توگه د دوي غږ نه اوریدل کیږي نو ریاست سره دې د مظاهرو لا لارې خبرې وکړي.٬٬

Shahida Shah|کاکاخیل@sshahkk

No protest should be blocked…anywhere …I repeat… anywhere!!!
it’s citizens’ right to talk to state through protests if not heard peacefully!!! https://twitter.com/ameerabbas84/status/981982211661549572 

See Shahida Shah|کاکاخیل’s other Tweets

د بلوچستان په سرښار کوټه کې په غورځنګ کې برخه اخستونکې پښتنه وړانګه چې د پېښور جلسې لپاره پېښور ته رسیدلی، په دغه ښار کې د نورو پښتنو ښځو سره کمپاېن کې برخه اخستې. د وړانګې لوڼۍ پېښور ته تګ او په جلسه کې ګډون د غورځنګ فعاله غړې ثنا اعجاز په خپل یو ټویټ کې د ویډیو په شکل کې شریک کړی: ٫٫ وړانگه لوڼی په ٨م مارچ پشتون لانگ مارچ کې گډون کولو لپاره د کویټه نه پیښور ته راغلې ده٬٬

Sanna Ejaz(سیاله)

@sanaejaz2

Wranga Lunrai وړانګه لوڼۍ came to Peshawar all the way from Janubi Pakhtunkhwa to be a part of the campaign for on 8th April 2018.

په یو بل ټویټ کې ثنا اعجاز لیکلي، چې د پېښور د جمهوري ډلې غړي نرګس افشین خټک او ناهید رحمان پېښور پوهنتون ته د ځوانانو جلسې لپاره هڅولو له تللي

View image on TwitterView image on Twitter

Sanna Ejaz(سیاله)

@sanaejaz2

Women Democratic Front -Peshawar unit General Secretary Nargis Afsheen Khattak and Naheed Rehman were at Peshawar University for student’s mobilization for on 8th April in Peshawar.

​د لونګین په نامه یو تن د پېښور جلسې وړاندې د پښتنو ښځو لخوا روانو منډو ترړو باندې د دغو مننه کړې او لیکي: ٫٫ پښتون ژغورنې غورځنگ کې د پښتنو ښځو گډون یقینا چې د کامیابې نښه ده

View image on TwitterView image on TwitterView image on Twitter

لونګین@Pashtoonkhan

The participation of Pashtun women in is sign of sure success. Well done @sanaejaz2 & her team @PakhtunR @manzoorpashteen

د مسعود خان په نامه یو ځوان هم د پښتون ژغورنې غورځنګ کې د پښتنو ښځو په ګډون خوشحاله دی او دغه میرمنو ته سلامي وايي او وايي: ٫٫ په ټولو پښتنو خویندو ویاړ کوو چې دخپلو وروڼو سره په میدان لکه د زمرو ولاړي دي. د دوي حوصلو ته سلام.٬٬

Sanna Ejaz(سیاله)

@sanaejaz2

Wranga Lunrai وړانګه لوڼۍ came to Peshawar all the way from Janubi Pakhtunkhwa to be a part of the campaign for on 8th April 2018. pic.twitter.com/8FyntAvevR

Masood Khan@the_shalmani

وياړ په کوو په ټولو پښتنو خويندو چه خپلو ورونړو سره په ميدان لکه د زمرو ولاړې دې – ددوې حوصلو ته سلامي –

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي هغوئ هیڅکله په دغو منفي پروپیګنډو څوک خپل هدف نه ته له رسیدو نه شي منعې کولی.

په سوشل میډیا زیاتره فعالین تورونه لګوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ضد کیدونکي لاریونونه دپوځ اؤ استخباراتي په وینا کیږي اؤ پوځ غواړي چې په هر صورت پښتنو کې دخپلو حقونو دپاره دبیدار شوي شعور مخه ونیسي.

Ali Wazir@Aliwazirna41

کالیاں!
آج تو PTM کی سمجھ آگئ ہو گی٠ اور اگر نہیں تو وعدہ کرتے ہیں کہہ 8اپریل کو پورا سمجھا دیں گے٠

د جمعې په ورځ هم په کرمه ایجنسۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ په ضد یو لاریون ویستل شوي چې پکې شاملو په لسګونو خلکو د” پاکستان زنده باد” اؤ” پاک پوځ پائنده “باد شعارونه ورکول.

ددغه لاریون مشرانو پخپلو وینا ګانو کې تور ولګولو چې دمنظور پشتین پښتون تحفظ موومنټ سره د بهر نه مرستې کیږي اؤ غواړي چې پاکستاني کې د پوځ‌ په ضد دخلکو نفرت پیدا کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: