Home / PASHTO CORNER / د ټرمپ ګواښونو د قربانې ګډوری به څوک وی؟ عدنان بیټني

د ټرمپ ګواښونو د قربانې ګډوری به څوک وی؟ عدنان بیټني

لیک: عدنان بیټني، پشتون خبریال

لیک: عدنان بیټني، پشتون خبریال

د امریکايي صدر ډونلډ ټرمپ د سويلي اسيا دپاره نوې تګلاره چې افغانستان ستايي او په پاکستان یې ځمکه توده کړې ده نو بل لور ته يې د ډېورنډ دې غاړې پاکستان لوري ته د بولانه تر چتراله پراته پښتانه هم غمژن کړي دي او اندېښنې يې ورته راولاړې کړي ځکه چې په ملکې او نړيواله کچه د پېښور او د کوټې د شوریٰ خبرې تکراريږي چې له دغه ځایه په افغانستان کې په نړيوالو او د افغانستان په ملکې ځواکونو د بريدونو ترسره کولو منصوبې سازیږي. ټرمپ وايي د تندروۍ پرضد يې د پاکستان سره ۳۳ اربه امریکايي ډالره مرستې کړي دي خو د امریکايي امداد په بدل کې پاکستان د دروغو درغلې نه پرته بل هیڅ نه دي کړي

ټرمپ دریځ لري چې پاکستان کې وسله والې ډلې خوندی ځالې لري او دغه ځالې به په بشپړه ډول له مینځه وړل وي کوم څه چې پاکستان نه کوي

امریکايي چارواکي اوس به ډاګه نومونه اخلي چې حقاني شبکه او افغان طالبان په پاکستان کې فعاليت لري، او امريکا به نوره په دې غلې پاتې نشي چې پاکستان دې په خپله خاوره ترهګر وساتي. پاکستان چې د ترهګرۍ پرضد د امريکا نزدې همکار دی له تېرو ۱۵ کالو راهسې د تندروۍ په نوم په يو نه ختمېدونکي جنګ اخته دی په زرهاؤ ملکي وګړي او پوځ يې په دغه جګړه کې ووژل شو او ادعا کوي چې د ۱۰۰ اربه ډالرو نه زیات تاوان ورته اوختی دی

د تندروۍ په ضد دغه روان شکمن جنګ زیاتره د افغان پولې سره په ختیځه څیرمه لا قانونه او بې رهبره قبائیلې سیمې چې د وکیل دلیل او اپیل حق هم نه لري زیاتې متاثره کړي دي او د کال ۲۰۰۶ څخه د جنوبی وزیرستان د کلوشې علاقې نه پېل شوي جنګ تر باجوړه پوري سیمه ييز خلک د کډوالې ژوند ته مخامخ کولو ورسته که څه هم د قبائیلی سیمو خلک خپلو سیمو ته بیرته د واپسې پړاؤ دوام لري خو دغه روانو جنګونو د ديي سماجي روايتي او اقتصادی ژوند د لاسه اخیستو سره د دوئی کورونه کاروباری مرکزونه تباه کړی او په لویه کچه ځاني زیان دويي ته اړولی دی

سیمه يیز خلک اوس د دې ويرې او اندېښنې سره مخامخ شوي چې د امریکه موخه پاکستان نه وینی او که د ټرمپ څرګندونو ته په ملکي کچه کتنه کېده نو بیا به د قربانۍ ګډوری فاټا یا ورسره تړلې جوښتې پرتې بندوبستی سیمې جوړه وي ځکه چی د دويي غږ په یو ځائې کې هم نه اوریدل کیږې نه پارلیمان کې او نه پاکستانۍ میډیا کې ورته ځای ورکړی کيږي چې دوي د کومو حالاتو سره مخ دي. دلته ځينې پوښتنې راولاړيږي چې ايا دغه د اپيل، دليل او وکيل د حق نه محرومه او دوي سره په جوختو پرتو نورو علاقو کې مېشت انسانان (پښتانه) نړۍ ته په بدل نومونو ولې ښکاره کولی کيږي، دا به ومنو چې ميډيا کاروبار کوي خو بيخي داسې به هم نه وي بلکې زه به اووايم په دې کاروبار کې به دا سودا لا ډېره خرڅيږي چې دلته د انسانيت کوم ډول سپکاوی کيږي خو ايا میډيا ته دغه اجازه هم شته او کنه، دغه خلک په تيارو کې ساتل کیږی د پوره پلان لاندې

د ملک په نورو برخو کې د غټو غټو ډاکونو په ضد پوځي عمليات نېغ په نېغه پاکستانۍ ميډيا خپروي، د مذهبي تندلارو جلسې جلوسونه او احتجاجي د میډيا د سر ټکي وي خو د پښتنو مرګونه، قربانۍ، کډې او سپکاوي ته په سپک نظر کتل کیږی او خپله پښتانه هم د ارواښاد صاحب شاه صابرپه شعر

پښتو هغه ګناهګاره دوزخی ده ـ ـ ـ ـ ـ پښتانه غزا له تلي جنتيان دي

پښتانه که مشران دي او مالداران دغه هڅه يا خو کوي چې د ميډيا دا کاروبار شروع کړي خپل خلک خبر کړي او ورته څوک دغه کاروبار ورکوي نا، دا هم په خپله پوښتنې راولاړوي

اوس سیمه يیز خلک فکر لري که د ټرمپ څرګندونو ته ریاست غاړه ږدی نو امکان ده چې په دغه منطقه بیا د جنګ میدان ګرم شي.خو که د ضرب عضب وروسته که بیا هم حکومت قبائیلی سیمې د قربانې ګډورې جوړه وې نو د هغي رد عمل په ملکی وګړو کې د ریاستي (اصل) واکمنو پرضد به د نورو زیاتو کرکو سبب جوړ شي

صدر ټرمپ د روان کال په خپل لمړي ټویټ کې ویلي پاکستان د تندروۍ په نامه جنګ کې مونږ دهوکه کړي يو خو د پاکستان زوروره پوځ وايي امریکه سره زمونږ د تندروۍ په ضد اوږده همکاري لرو او دغه همکاري نورا سېوا کول غواړو

اوس دلته هم دا سوال راپورته کيږي چې په خپله د صدر ټرمپ په وېنا هغه به هم د امريکا د پخوانو واکمنو په څېر تېرباسل شي؟ او کنه بيا چې څنګه هغه ژمنې يا ادعاوې کوي هغه به پوره کړي ….. دغه پوښتنې لا ځوابونو ته اړتيا لري

لیک: عدنان بیټني، پشتون خبریال

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...