د هیواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کي د روسیي رغنده رول وستایه
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
December 18, 2016

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کي د روسیي له سفیر الکساندر منتیتسکی سره ملاقات وکړ.
په دغه ملاقات کي چي یکشنبې سهار د حامد کرزي په دفتر کي ترسره شو د افغانستان او سیمي پر وضعیت خبري وشوي.
حامد کرزي د سولي په راوستو او د افغانستان په بیا رغونه کې د روسیې فدراسیون نقش او علاقمندي د ستایني وړ وبلله او ملاتړ یي تري څرګند کړ.
حامد کرزي جګړه او تروریزم د ټولې سیمې لپاره خطرناک وګڼل او زیاته یې کړه چې د طالبانو د تحریک سره د خبرو او د سولې په راوستو کي د ګاونډیو او د سیمې د پیاوړو هیوادونو په تیره روسیې مرسته ضروري او ډیره موثره ده.
د روسیې سفیر په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او د سولې په راوستو کې یې د خپل هیواد د هڅو د دوام ژمنه تکرار کړه
دی پشتون ټائمز
Like this:
Like Loading...
2016-12-18