کله چې طالبانو افغانستان کې حاکمیت له لاسه ورکړ، دوی سیاسي جریان او لیډرشیپ نه درلود، پخوانی جوړښت یې هم و پاشل شو او هرې ډلې د خپلو ملګرو په ګټه او فکر جګړې ته دوام ورکړ. مګر کله چې د وخت غوښتنه بدله شو، هغه ځواکونه چې د طالبانو په مټ دا جګړه رهبري کوي هغوی وغوښتل تر څو د طالبانو دریځ او جوړښت پیاوړی کړي، تر څو نړیوالې ټولنې ځانګړې توجه ورته وکړي او افغان دولت هم طالبانو ته په ځانکړي ارزښت قایل کړي، ځکه د افغان دولت جوړښت کې داسې ډلې شته چې هغوی ځانونه د جګړې ګټونکي ګڼي او دیته نه و چمتو چې طالبانو سره واک شریک کړي، یا طالبان د یو سیاسي اپوزیشن په څېره د سیاست میدان کې وګوري
د دې لپاره چې طالبان له یو جګړمار او چریکي فعالیت د یو سیاسي او واحد جوړښت په څېره وړاندې کړي. د طالبانو تر شا ولاړو استخباراتي کړیو نوې نقشه پلي کړه
یو خوا یې د طالبانو په زړو او چریکي جوړښتونو کې ژور تغیرات راوستل چې پایله کې یې ډېره برخه پخواني طالب مشران او په طالبانو اثر لرونکې څېرې له میدان لرې کړې چې د هغو له ډلې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند تر مړینې وړاندې ولاړل او پخوانی حاکمیت یې له سیاسي لوبې لرې کړ او د هغوی په ځای یې نوې څېرې د حاکمیت لړۍ ته شاملې کړې، په استخباراتي لوبو او جګرمارو ډلو کې د واک او سیاسي لیدلوري د بدلون لپاره د مشرانو له منځه وړل او واک نوي جوړښت ته سپارل تجربه شوی فورمول دی. کله چې طالبانو ته د قطر دفتر پرانستل شو دا د سیاسي تکامل یو قوي جریان و چې د طالبانو د ملاتړ کوونکو لخوا وړاندې شو او د طالبانو له یو چریکي جوړښت په یو سیاسي اپوزیشن د بدلولو لپاره ځواکمن ګام پورته شو، په دې لړ کې ځینو طالب مشرانو نوي لوبې ته له ننوتو سره پټ غبرګونونه لرل چې پایله کې په مکمله توګه د طالبانو جوړښت ته تغیر ورکړل شو او پخواني مشران یې له منځه یوړل شول او واک نوي جوړښت ته وسپارل شو، د نوي جوړښت په رامنځته کېدو هم د طالبانو په منځ کې د رهبري په ستونزه او ځان غوښتنو ژور درزونه رامنځته شول، خو له ټولو ستونزو سره سره طالبان یو نوي سیستم ته واوښتل چې مشري يې د ملا منصور په غاړه ده. دا چې د سولې په نوم دفتر پرانستل شو او ترنن دوام لري ټوله سیاسي تېروتنه ده دا لړۍ د سولې لپاره نه بلکې د طالبانو د جوړښت د نوې بڼ وړاندې کولو لپاره خطرناکه هڅه وه چې بریالۍ هم شوه
طالبانو ته زمینه رامنځته شوه چې د قطر له دفتر له نړۍ سره سیاسي روابط ټینګ کړي
له ځالو او پټن ځایونو د سیاست تر ښکاره ډګر را ووتل
له غیرې منظم او پاشل شوي چریکي جوړښت په منظم سیاسي جوړښت بدل شول
دا چې طالبان سیاسي ځواک ته ورسېدل ښکاره بېلګې یې د سولې د خبرو اتر په وړاندې د دوی تېر اېستونکي او نامعلوم دریځ څخه په ډاګه کېږي
که په لوړه کچه د سولې خبرو اترو ته ځیر شو د قطر دفتر تر اوسه ښکاره دریځ نه لري د سولې لپاره کومه هیله هم ترې نشته او ګونګ پاتې شو
د امریکا،چین او پاکستان په منځګړیتوب څلور اړخیزه ناستو هم مالومه پایله ورنه کړه
د روان کال د جنوري په اتلسم د کابل څلور اړخیزه غونډې د پاکستان دریځ روښانه کړ چې مستقیم د طالبانو په استازیتو غږېږي او د
هغوی غوښتنې څرګندوي
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل: سوله یواځې په خوشبیني نه رامنځته کېږي. طالبانو سره د خبرو لپاره مخ شرطونه باید لرې کړی شي
که د سرتاج عزیز خبرو ته له سیاسي لید وګورو دا په ډاګه کوي چې طالبان د افغان دولت مخ شرطو ته غاړه نه ږدي، دا په دې مانا چې د طالبانو قدرت او دریځ قوي شوی باید لوبه د دوی په خوښه تر سره شي، پوښتنه دا را ولاړېږي چې د طالبانو غوښتنې خو څرګندې دي هغو په هیڅ صورت افغان دولت سره جوړجاړی نه غواړي داسې شرطونه یې وړاندې کړي چې دا دولت او د څو کلونو لاسته راوړنې له منځه وړي
که د طالبانو غوښتنې و منل شي د افغان دولت او د هیواد راتلونکې به څه وي؟
که شرطونه و نه منل شي طالبان د دولت له غوښتنو او وړاندیزونو د سرتاج عزیز په ژبه انکار کوي ښکاره ده د سولې خبرې بې پایلې دي که سوله نه غواړي ښکاره ده طالبان جګړې ته غوراوی ورکوي
که پریکړه رهبري کوونکو ځواکونو په جګړه کړې وي. ښکاره ده طالبان واک ته رسوي که طالبان واک ته رسوي د افغان دولت او ولسواکۍ راتلونکې به څه وي؟
د روان کال ۲۰۱۶ د فبروري په ۲۳ نیټه د کابل څلور اړخیزه ناسته هم په سیاسي شکونو او ګونګې پایلې تر سره شوه. له دې ناستې چې کومه هیله وه هغه دا چې په راتلونکې څلور اړخیزه ناسته کې به د امریکا،چین او پاکستان په منځګړیتوب له افغان دولت سره مستقیم طالبان د سولې خبرو اترو ته کېنوي
د روان کال د مارچ په لومړۍ اونۍ د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې څلور اړخیزه ناسته تر سره شوه مګر د هیلو خلاف طالبان ګډون ته حاضر نه شول او د سولې له خبرو سره یې ښکار اختلاف څرګند کړ. دا چې طالبان خبرو ته حاضر نه شول دا په ډاګه کوي چې طالبان نه غواړي د خبرو له لارې د سولې له جریان ولسواکي کې ګډون وکړي او له جګړې لاس واخلي
پوښتنه دا ده که طالبان خبرو ته نه کېني بله څه ټاکنه لري؟
هتمن به ځواب دا وي چې طالبانو سختې جګړې ته چمتوالی نیولی او د جګړې په مټ د افغانستان راتلونکی حاکمیت ټاکي
که طالبانو د جګړې دوام ټاکلی وي؟
د امریکا،پاکستان او چین دریځ به د طالبانو په وړاندې څه وي؟
.که طالبان سولې ته نه کېنول کېږي، د سولې د لړۍ د سبوتاژ مانا لري
هغه ځواکونه چې سوله رامنځته کول غواړي دریځ به یې څه وي؟
که امریکا د سولې رامنځته کولو لپاره کار کوي، د روان کال د فبروري په پنځمه نېټه د انګلستان او امریکا دولتونو لخوا وویل شول: چې د سولې په پروسه او د سولې په شورا به خپلې مرستې و ځنډوي
.د سولې په لړۍ د مرستو درول د سولې د لړۍ د پرې کولو په مانا ده
ایا امریکا او انګلیستان غواړي چې د سولې خبرې ماتې کړي؟
که د سولې خبرې درول غواړي بدیل یې څه وړاندې کوي؟
.د مرستو درول دا په ډاګه کوي چې امریکا او انګلستان په سیمه کې جګړه غواړي
خو دا چې دا به څنګه جګړه وي نه ده روښانه، ایا دوی طالبان د جګړې په مټ له منځه وړي؟ یا دا چې افغان دولت طالبانو ته په ګونډو کوي؟
راتلونکی کال به پورته ټولې وړاندوینې روښانه کړي، چې څه پېښېږي؟
له پورته دلایلو او مستندو خبرو او د ښکېلو اړخونو له پرېکړو دا په ډاګه کېږي چې د قطر دفتر او د سولې روانه لړۍ د سولې لپاره نه
!وه او نه ده
.بلکې د طالبانو د سیاسي تکامل او نوي جوړښت د ترتیب او ظهور لپاره را منځته شوې وه چې په عمل کې همداسې وشول
نور باید په دې بې پایلې لړۍ افغان دولت او د سیمې ځواکونه باور و نه کړي، افغان دولت او سیمه کې سوله غوښتونکي ځواکونه باید ټولې نړۍ ته په ښکاره ډول حقیقتونه وړاندې کړي او د بدیل لپاره ولسواکه لارې چارې و لټوي داسې نه چې سیمه یو ځل بیا د ډار اچونکو په کور بدله شي دا به په سیمه کې د چین اقتصادي پرمختګ ته ستر ګواښ وي، د منځنۍ اسیا هیوادونو اقتصادي ودې او امنیت ته ښکاره زیانونه لري چې د روسیې هیواد به هم له اغیزو خوندي نه وي
په سیمه کې امن راوستل د سیمې په هیوادونو پورې تړاو لري باید روسیه او چین په لویه پیمانه د اقتصادي ځواکونو په حیث د سیمې امن،اقتصادي پراختیا او افغانستان ته ځانګړې توجه وکړي
.له پاکستان او ملګرو یې نور باید د سولې هیله و نه لرو افغان دولت دي نور بدیلونه ولټوي
تحلیلګر: شفیق کره ، کابل
برېښنالیک: shafiqkara2016@gmail.com
THE PASHTUN TIMES