د مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې قهر جنو طالب علمانو خپل یو ملگری د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو او ټکولو وژلی دی-
عيني شاهدانو ویلي او وي او ډیوه ته تر لاسه شوي ویډیو فلمونه ښايي چې په وژل شویي طالب علم باندې د یونیورسټۍ په ودانۍ کې دننه تشدد شوی دی-
یو عيني شاهد وايي” قهرجنو طالب علمانو د کرسیو په پښو او په ماتو شيشو باندې په خپل ملگري گذارونه کړي، د ده بې جامو مړی په مزکه پروت ؤ”
وژل شوی تن مشال نومیږي- د انگریزۍ ډان ورځپاڼه وايي یو بل تن عبدالله هم حمله کونکو د مذهب په سپکاوي کې سخت ژوبل کړی شوی دی- رپورټونه وايي وژل شوی تن د صوابۍ د زیدې د سيمې اوسیدونکې ؤ- دې په عبدالولي خان یونیورسټۍ د ژونلزم یا صحافت د څانگې زده کونکې ؤ-
د پیښې په ځايی کې موجودو کسانوويلي دي چې د اسلامي جمعيت طلبا، انصاف سټوډنټس فیډریشن او ځينو نورو طالب علمانو په گډه په مذهبي سپکاوي تورن مشال پسې د یوینورسټۍ ودانۍ ته ورننوتي وو- دويي وايي دغلته موجودو پولیسو وژل شوې تن د حمله کونکو څخه ونه ساتلې شو-
د عبدالولي خان یونیورسټۍ چارواکو یونیورسټي د نامعلومه وخته پورې تړلې ده –
د پېښوریو خبریال اظهارالله په خپل ټویټر لیکي چې حمله کونکو د مړي د سوزولو کوشش کؤ-
د طالبعلم د بچ کولو په وخت پینځه کسان ژوبل شوي دي چې د یونیورسټۍ یو چارواکې (کنټرولر) فیاض علي شاه او د رابطې افسر (پي ار او) هم پکې شامل دي-
ورځپاڼه ډان وايي پوليسو پينځلس کسان د حملې په تور کې نیولي هم دي-
VOA DEEWA