په دغه ورځو کې د افغانستان ډیر ښارونه د پاکستان د ټیلې فون محکمې په پاکستاني کوډ تړلې وو. د مثال په توگه که دې غوښتل کابل یا جلال اباد ته فون وکړې نو د پیښور په کوډ که هرات کې دې خبرې کول غوښتل نو د لاهور په کوډ، مزارشریف د اسلام اباد په کوډ او قندهار د کوټې په کوډ تړلې شوي وو
زما هم په دوه شمیرو د طالبانو د خارجه وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او د سول ایوایشن وزیر ملا اخترمنصور چې د ملا عمر د مرګ نه پس د طالبانو د خپلې ډلې مشر شو سره رابطه وه او وخت په وخت مو تازه صورتحال لپاره ورته ټیلې فون کولو
په دې دوران کې یو مسافر چې زیات ناروغه وو د هائي جیکرز لخوا د علاج لپاره خوشی کړی شو
ما ملا اختر منصور ته فون وکړو چې ملا صیب خبر شوی یم چې یو مسافر يي خوشی کړی دی. ده ویل هو داسې ده. ما ویل که نوم يي راته اووائي نو مننه به وي ځکه مطبوعاتو ته دا ډیره مهمه وي چې ددغه مسافرو پیژندګلو اوښایو. ملا منصور ویل څه داسې د هندوانو په رنګ نوم يي دی خو پریږده په نوم يي څه کوي. او چې ما خپله غوښتنه بیا تکرار کړه نو اختر منصور غصه شو او ویل يي روژه يم د هندوانو نوم راباندې روژه په خوله ولې اخلې او فون يي بند کړو
څو ورځې پکې تیرې شوي او لا هیڅ څه په ډاګه نه وو چې دا هائي جیکرز څوک دي؟ څه غواړي؟ او مخکې به چرته ځي؟ هڅې مې د مولوي وکیل احمد متوکیل شمیره ډائل کړه چې اتفاقًا په ځائې ؤ، فون يي اوچت کړو، ما سلام وکړو او ځان مې ور ووپیژندو. دا به دریاد کړم چې د هائي جیکرز او د هند د حکومت په منځ کې د غوښتنو په سر منځګړتوب مولوي وکیل احمد متوکل کولو
متوکل په تادۍ يي راته ویل لنډه خبره کوه څه پوښتنه لري؟ ما ویل که تاسو راته تازه حال راکړۍ، نو ویل يي “د طیارې تښتونکو په رسمي توګه د هند نه د درې کسانو د ایله کیدو غوښتنه وکړه چې پکې مشتاق احمد زرګر، احمد عمر سعید شیخ او مولانا مسعود اظهر نومونه مونږ ته راکړل شوي دي