د سفیر قاتل اتل بلل حیرانونکې ده/انجنیر موسی خان ساپی
Posted by: The Pashtun Times
in PASHTO CORNER
December 22, 2016
په اسلام مبارک دین کې دا په بشپړ ډول منع شوي دي چې څوک دې د يوه مملکت استازی ووژني کوم ته چې دې وخت کې سفیر ویل کیږي. دا کوم مشکل نه دی چې مونږ د روسانو یا نورو ملکونو سره په مختلفو برخو کې توپیر ولرو. زه سخت حیران شوم هغه خلکو ته چې د روسې سفیر وژونکی یي اتل او شهید وباله. سفیران استول نورو هیوادونو ته یو پروتوکول دی چې زمونږ د ګران پیغمبر علیه السلام په وخت کې هم دا پروتوکول موجود و او تعقیبيدو. خوږ پیغمبر علیه السلام په خپل وخت کې ډیرو سیمو ته استازي سره د اخطاریو لیږل ولې د هیچا د لوري نه وژل شوي نه تحقیر شوي و چې په لاندې ډول یي يو څو اسازي ذکر کوو. 1. عبدالله ابن هوتافه: څوک چې نبي علیه السلام پارس امپراتور چوسرویس ته لیږلی و. 2. ضیاح ابن خلیفه الکلبي: څوک چې نبي کریم علیه السلام د روم امپراتور هیراکلیوس ته لیږلی و. 3. حاتب ابن ابی بلتا: څوک چې نبي علیه السلام د مصر واکمن ته لیږلی و. 4. عمر ابن امیه: څوک چې نبي علیه السلام د ابسینیا باچا ته لیږلی و. 5. الضرمي: څوک چې نبي کریم علیه السلام د بحرین شهزاده ته لیږلی و. 6. عمر ابن الاوص: څوک چې نبي کریم علیه السلام د عمان واکمن ته لیږلی و. الله تعالی دې مونږ د بعضو ناپوهه خلکو د ضرر او ټاپو نه وساتي.
انجنیر موسی خان ساپی
دی پشتون ټایمز
Like this:
Like Loading...
2016-12-22