د پیرروښان کورنۍ د لودي افغانانو سره نژدې اړیکې وې، او رشته داري یې هم ورسره لرله. د دوی کورنۍ ته لودیانو د هند په جالندهر کښې ډېره لویه مزکه ورکړې وه. قاضي عبدالله (د پیر روښان پلار) لودیانو د جالندهر «قاضي» مقرر کړی وو. پیر روښان په کال ۱۵۲۵م په جالندهر کښې وزېږېد، او اته میاشتې وروسته د مغلانو په لاس د لودیانو امپراتور وغورزېده. په هند کښې له لودیانو پورې تړلې ټولې افغاني کورنۍ در په در شوې. په هند کښې مغلانو په یو لویه کچه د افغانانو وژنه پرانیسته، او د لودیانو پورې اړه لرونکي په لکونو پښتانه یې ووژل. ټول پښتانه له هند په تېښته وو. د شیخ خداداد (د قاضي عبدالله تربور او اخښی) کور مغلانو په بهیره کښې ولوټلی. شیخ خداداد تاله ترغه جالندهر ته د عبدالله کور ته ځان راورسولی، او وطن ته یې د تېښتې پلان جوړ کړ، خو مغلانو لارې تړلې وې او ډېره خون خرابي روانه وه. د قاضي عبدالله ټبر درې کاله د هند په ترهټ، پټنه او بهار کښې له مغلانو څخه پټ شول. د وطن ته د تېښتې په وخت، کله چې د پیر روښان عمر دوه نیم کاله وو، د ده کورنۍ مغلانو په قنوج کښې ولټوله. لکه څنګه چې عبدالله د لودي دولت یو ستر قاضي وو، نو ظاهره ده چې یو ډېر ودان سړی وو.«حالنامه» وایي چې قاضي عبدالله اووه (۷) لکه بهلولۍ (د هند سکه چې بهلول لودي جاري کړې وه) راټولې کړې، مغلانو ته یې په رشوت کښې ورکړې، او ځان یې خپل وطن ته لوټ او تالا ورسولی. د لودیانو سره د عبالله د کورنۍ اړیکې بیا هم ختمې نه شوې. حالنامه وایې چې د پیر روښان ښځه شمسیه د لودیانو له ټبر څخه وه. حالنامه دا هم وایي چې پیر روښان ډېر په ځوانۍ کښې د اسونو سوداګري کوله، او په دې سوداګېرۍ کښې دی له سمرقند او بخارا نه واخله تر هند پورې وګرزېده. حالنامه وایي چې پیر روښان په خپلو تجارتي دورو کښې د افغانانو یو پراخ ملي تحریک د پېل کولو اړتیا ډېره په شدت سره محسوس کړه، او د دې تحریک پېل کولو نه وړاندې یې پینځه کاله ښه غور او فکر پر وکړ. د تحریک د پېل کولو احساس پیر روښان ته د کندهار په سفر کښې هله ورغی چې د کندهار مغولي حاکم بېرام خان د دوی تجارتي قافله وشوکوله. د کندهار دا واقعه پیر روښان په خپل کتاب «صراط اتوحید» کښې ښه په تفصیل سره کړې ده. لاندې یې ما د واقعې ژباړه کړې او د فارسي متن مې یې هم ور دی:
ژباړه:«زه کندهار ته تجارت لپاره تلی وم. نیت مې داسې وو چې هلته څوک مؤحد (صوفي بزرګ) پیدا کړم او وخت ورسره واړوم. چې زموږ کاروان کندهار ته ورسېد، نور کاروانیان په خرید او فروخت او په سود او زیان بوخت شول، ولې ما اول د «پیر کامل» پښتنه وکړه. د کندهار په ولایت کښې مې پیر کامل خو پېدا نه کړ، ولې یو قلندر مې ولیده، کوم چې دېرش کاله په یوه حجره کښې اړولي وو، خو له هیچا سره به یې ګفت نه کولو، ځکه نو زه هم پرې تېر شوم. په هغو ورځو کښې د کندهار حاکم بېرام خان وو. حاکم زموږ پر کاروان تېری وکړ. ځینې کاروانیان حاکم ته د فریاد وړلو په نیت راغونډ شول او زه یې هم له ځانونو سره کړم. کله چې موږ حاکم بېرام خان ته ورورسېدلو، نو ټول راغلي کاروانیان د حاکم پر وړاندې په ګونډو کښېناستل، او ما هم د دوی پر تقلید داسې وکړ. بېرام خان زموږ مال موږ ته راستونولو هسې په دروغ وعده وکړه، خو هیڅ یې هم نه وکړ. د وعدې خلاف ورزي یې وکړه. بس په هغه ورځ زما زړه پر ما داسې غږ وکړ: ته «اسم اعظم» لولې او خپل ځان ډېر بزرګ بولې، ولې ته بیا هم دې سړي ته په ګونډو کښېناستې، او مال او دنیا لپاره دې زاري هم ورته وکړه. اوس کله چې ته کور ته ستون شې، پینځه کاله چې بیا له خپل کوره و نه وزې. په دې پینځه کلونو کښې به ته یوازې فکر او ذکر کوې، هیچا ته به نه ورځې، د دنیا کار به نه کوې. که چېرې هم په دې پینځه کلونو کښې ته د دنیا کار ته راغلې، نو په ستونځو به اوړې.» (صراط التوحید، مخونه ۲۰ او ۲۱)
فارسي متن: سوی قندهار برای تجارت رفتم، و نیت چنین کردم که کس مؤحد بیابم، تا به وی شاغل باشم. چون کاروان به قندهار رسید، دیګر کاروانیان خرید و فروخت، فکر سود و زیان مې کردند، ولې من اول پرسش پیر کامل کردم. در ولایت قندهار نیز پیر کامل نیافتم و یک قلندر یافتم. خبر چنین که سي سال مسکن ګاه در یک حجره بود. وی سخن با کسي نمی کرد. وی را نیز بګزاشتم. در آن ایام در قندهار یک میر بود. نام او بېرام خان بود. بر کاروان ظلم کرد. وارثان کاروان بعضی جمع شدند، برای فریاد کردن. مرا هم نزد خود روان کردند. هر ګاه چون به بېرام خان رسیدند، زانو بر زمین نهادند، من هم چنین کردم. بېرام خان ګفت تفحص مال بکنم. مګر هیچ نه کرد. بر وعده مخالف شد. پس بآن روز بر من اواز رسید و ګفته شد: «تو اسم اعظم مېخوانی و خود را بزرګوار می شماری، بسوی مخلوق زانو بر زمین نهادی، برای مال دنیا زاری کردی. چون به خانه برسی، پنج سال بخانه خود باشی. در فکر و ذکر باشی. به کسی نه روی.
کار دنیا نه کنی. اګر در این پنج سال در کار دنیا آیی، به غضب ګرفتار شوی.»