Home / PASHTO CORNER / د روسانو ماتې که د افغانانو تباهي؟/امیرخان منګل

د روسانو ماتې که د افغانانو تباهي؟/امیرخان منګل

 amir khan mangalپه افغانستان کې د روسانو پالیسې د نورو هیوادونو په څیر ښکاره وه لکه نن چې د امریکا پالیسي په مخ روانه ده څنګه چې نن د امریکا او د طالبانو جنګ په افغانستان کې روان ده. همداسې روس هم په افغانستان کې د جګړې دوره تیره کړې د روسانو په وخت کې چې مجاهدینو په پاکستان کې تربیوي ځایونه درلودل روسانو هیڅکله د هغوې په مرکزونو حملې نه کولې پاکستان ته یې نه ویل چې دغه تروریستي مرکزونه بند کړه بلکې د نن په څیر مجاهدین په ډاډه زړونو پاکستان کې حمایه کیدل. څنګه چې امریکا د روسیې خلاف د افغانستان مجاهد ولس استعمال کړو نن به روسیه همداسې د امریکا خلاف مجاهد ولس استعمال کړي. څنګه چې د روسانو له وتلو وروسته پاکستان هرڅه کباړ کړل خپل هیواد ته یې یوړل همداسې به امریکا هم ووزي. روسیه به طالبان او نور مجاهدین رامخته کړي څه چې لرو یا نه. بیرته به یې پاکستان یوسي. خو حیران دې ته یم چې زمونږ دا ړوند ملت به کله راویښیږي؟ نن د هماغه ورانکارانو او قاتلانو سره د روسانو وتل لمانځي. کله چې روسان وتل مونږ خو ونه لیدل چې د مجاهدینو لخوا د دوئ وژل شوي وي. جهادی رهبران مو وايي چې دا هرڅه مو د خدائ د رضا په خاطر وکړل چې سره کفار مو له هیواده وشړل. برعکس د روسانو له وتلو وروسته په میلیونونو افغانان قتل عام شول په میلیونونو افغانان یې له هیواد وشړل. یعنې د افغانستان ورانول او افغانانو وژل د خدائ رضا بولي او هغه هم د ځانونو په شان قاتل او بی رحمه معرفي کوي.

 

لیکنه: امیرخان منګل

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...