Home / PASHTO CORNER / د دسمبر دريمه د نړې د شپږ سوه مليونه معيوبه کسانو نړيواله ورځ

د دسمبر دريمه د نړې د شپږ سوه مليونه معيوبه کسانو نړيواله ورځ

internation_day_2په انساني ټولنه کښې د روغو او صحتمندو خلکو تر څنګ په څه نا څه ناروغئ يا بده پيښه کښې معذوره شوي کسان يا مورزادي (پيدائشي) معذوره خلک هم اوسي چې دغه ډول خلکو ته مونږ او تاسې معلولين يا معيوبين وايو. دغه ډول خلکو ته زمونږ په ټولنه کښې په سپک نظر کتل کيږي او د خپلو نومونو پر ځاي ورته خلک د شل , ګوډ, کوڼ, ړوند , ګونګ او چاړه په څير بد نومونه کاروي چې دا بده رويه دغه کسانو ته د محرومتيا او بې وسي احساس ورکوي او په ورو ورو ځان د نړئ د روغو انسانانو نه ګوښه او بيل حسابوي. په نولس سوه دوه اتيا ميلادي کال کښې ملګرو ملتونو د خپلو ټولو غړو هيوادونو نه غوښتنه وکړه چې خپلو معيوبينو ته د صحت , تعليم او کار زمينه برابره کړي او په څوارلسم اکتوبر , نولس سوه دوه نوي , ميلادي کال ئې يو قانوني امر 47/3 تصويب کړ چې تر مخه ئې هر کال د معيوبينو نړيواله ورځ لمانځل کيږي. د دې ورځې د لمانځلو مقصد په ټوله نړۍ کښې معذوره وګړو ته د ورپيښو ستونزو په ګوته کول او په ټولنه کښې د داسې کسانو سره د کومک او احترام څرګندونه ده. په دې ورځ يو شمير دولتي او غير دولتي ګروپونه او ادارې يو شمير غونډې او سيمنارونه په پام کښې لري تر څو خلک قائل کړي چې د معذوره کسانو د ضرورتونو پوره کولو لپاره مثبت کوششونه وکړي. د صحت د نړيوالې ادارې تر مخه نن صبا شپږ سوه ميليونه معيوب کسان ژوند کوي او د نړئ تقریباً لس فيصده خلک د ګڼ شمير معذوريو ښکار دي چې اته اويا فيصده ئې په کليو او دوه ويشت فيصده ئې په ښارونو کښې ژوند کوي. په افغانستان کښې د اوږدې جګړې له امله د معيوبينو شمير د يادې شميرې نه زيات ښودل شوې او د دغه هيواد معيوبين د سختو ستونزو سره مخ دي چې ورکې بيکاري، معالجه او سفري مشکلات لوې ستونزې دي. دغه رنګ د ذهني معيوبينو لپاره د اعصابي ډاکټرانو نشتوالې يا رسد هم لويه ستونزه ده. دغه شان د دولتي وظيفو لپاره هم لا تر اوسه مناسبه ونډه نه ده ورکړل شوې. په افغانستان کښې د معذورو خلکو سره د مرستو لپاره دولتي ادارې او موسسې خو شته خو بايد د مستقلو اړيکو او پوره کومک لپاره بايد تر دې هم ستر اقدامات وشي ځکه چې زمونږ د ټولنې دومره لوي شمير د افغانستان د راتلونکي سره تړلې او دوي ته د جائز حق ورکولو لپاره بايد ولس او چارواکي زر تر زره جدي پاملرنه او ستر اقدامات وکړ

ليک: محمد اسماعيل زاهد

دی پشتون ټائمز

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پر خبریالانو د تشدد په ۴۱ فیصده پېښو کې د پاکستان ریاستي خلک لاس لري

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره فریډم نیټورک ...