Home / Pashto News / د جرمني پولیسو د طالبانو د دورې د روغتیا وزیر د جعلي‌ پاسپورت سره ونیو

د جرمني پولیسو د طالبانو د دورې د روغتیا وزیر د جعلي‌ پاسپورت سره ونیو

5854151eddeadد جرمني  پولیسو  د طالبانو  د دورې   د روغتیا  وزیر  د جعلي‌ پاسپورت  سره  ونیو.

د جرمني‌ د شپیګل ورځپاڼې  د خبر له مخې  د طالبانو د دورې  د روغتیا وزیر محمد عبدالروف  چې  په جعلي‌ پاسپورت  جرمني‌ ته راغلی وو  او د کډوالۍ غوښتنه کړې وه  د پولیسو  لخوا ونیول شو.

د شپیګل  ورځپاڼې  د خبر له مخې  د طالبانو د دورې  وزیر  څو اوونۍ مخکې  د سعودي‌ عربستان نه په جعلي‌ پاسپورت  جرمني‌ ته فرانکفورت ښار ته راغلی.

نوموړي‌ هڅه کوله چې  د نوموړي‌ جعلي‌ پاسپورت سره د ځان  او خپلې کورنۍ لپاره  د کډوالۍ غوښتنه وکړي.

د جرمني‌ پولیسو  د نوموړي‌ د پاسپورت  او اسنادو د څیړولو نه وروسته هر څه په ډاګه شول. د ویلو ده چې د طالبانو  دې  وزیر چې  ۱۵ کاله مخکې  د ناروې  هیواد تابعیت  ترلاسه کړی وو  په ۲۰۱۴ کال کې  د ناروې د حکومت لخوا  د ترسره کړو افراطي  کړونو  او امنیتي‌ اندیښنو  له امله د هیواد نه شړل شوی  وو.

جرمني‌ د نوموړي‌ د کډوالۍ  وړاندیز  رد  بیرته يي  سعودي‌ عربستان ته  ولیږه.

About The Pashtun Times

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ...